هرات (پژواک، ۴ وری ۹۸): د هرات ملي امنیت ریاست وايي، هغه درې کسان یې نیولي چې په دغه ولایت کې یې د یوه کس د تښتولو پلان درلود.
د هرات ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه درې کسان د ملي امنیت ادارې منسوبینو هغه مهال نیولي چې غوښتل یې د هرات یو اوسېدونکی وتښتوي.
سرچینې د یادو کسانو د نیولو د ځای او وخت په اړه څه نه دي ویلي خو زیاتوي: ((نیول شوي کسان د هرات د انجیل، کشک کهنه او کشک رباط سنګي ولسوالیو اوسېدونکي دي او خپل جرم یې منلی دی.))
د هرات د ملي امنیت ریاست له هېوادوالو غواړي چې د جرمونو ته پر وخت د رسېدو لپاره دې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن