د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې لسګونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې لسګونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mar 24, 2019 - 15:55

لښکرګاه (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ٣٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان شوي دي.

په هلمند کې يوې باوري حکومتي سرچينې د وري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ په شکر شېلې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٦ د ملي اردو، شپږ پوليس او يو د ملي امنيت کارمند وژل شوي او ٢٩ د ملي اردو سرتېري، درې پوليس او درې د ملي امنيت کارکوونکي ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغه سرتېري دې سيمې ته تازه ورغلي وو، سيمې سره نابلده وو، نو ځکه له دغه شان پېښې سره مخ شول او بله دا چې وسلې يې هم طالبانو له ځان سره وړې دي.))

خو په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي هاشم الکوزي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ٤٨ د ملي اردو، لس د ملي امنيت د اپراتيفي ګروپ غړي او اووه پوليس وژل شوي او ٣٨ نور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پېښه تاييد کړه خو د سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه يې شمېره وړاندې نه کړه.

ځواک وويل چې په دې جګړه کې لسګونو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې سيمې ته يې پلاوى استولى او نور معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې وړمه شپه طالبانو د سنګين ولسوالۍ په مجيد چوک او مبايل ښادي سيمو کې د حکومتي ځواکونو پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.

دى وايي چې په دغو بريدونو کې ٥٢ امنيتي سرتېري وژل شوي، يوولس ټپيان شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې هم طالبانو ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، شاوخوا درې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په هلمند کې پر ٢١٥ ميوند قول اردو بريد وکړ چې په ترڅ کې یې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement