د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سوېل کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځینه دي

په سوېل کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځینه دي

Mar 24, 2019 - 18:40

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۸): ګل پيدا هغه ۴۵ کلنه مېرمن ده چې په مقاوم نري رنځ اخته ده او دا مهال په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان اړوند د نري رنځ د ناروغانو د درملنې په ځانګړي مرکز کې تر درملنې لاندې ده.

نوموړې چې څو کاله له دغې ناروغۍ کړېدلې، پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې په دغه مرکز کې بستر او تر درملنې لاندې ده چې ورځ تر بلې یې روغتیايي وضعیت ښه کېږي.

دغه مېرمن د زابل د یوې ډېرې لرې پرتې غرنۍ سیمې اوسېدونکې ده، چېرې چې هیڅ راز روغتیايي اسانتیاوې نشته.

دا وايي، څو کلونه مخکې ورته ټوخی پيدا شو، خو دې ورته هومره توجه و نه کړه او فکر یې کاوه چې د عادي ټوخي ناروغي ده او په خپله به جوړه شي، خو کرار کرار یې دغه ناروغي داسې حد ته ورسېده چې له ژونده یې وایستله.

دې زیاته کړه: ((خوا به مې ګرځېده، دوامداره تبه مې کېدله، خوراک ته مې زړه نه کېده، ټوله ورځ به پرته وم، بې سېکه شوم ان تر دې چې له ځایه به پورته شوم، نو بېرته به ولوېدم.))

د دې په خبره، ژوند ډېر ورته ګران شو، د اولادونو پالنه او د کور کار ورڅخه پاتې وو او په خپل ځان اخته وه.

دا وايي، په داسې حال کې چې ناروغي یې اخري حد ته ورسېده، نو خاوند یې مجبور شو چې دا غزني ولایت ته د درملنې لپاره یوسي، هلته په یوه روغتون کې درې میاشتې بستر وه او ۱۸ میاشتې یې پر له پسې درمل وخوړل، خو جوړه نه شوه.

دغه راز دې یادونه وکړه چې وروسته د شاجوی په یوه روغتون کې یوه میاشت بستر وه، خو بیا یې هم په روغتیا کې هيڅ ښه والی نه راته او بالاخره یې خاوند مجبور شو چې د درملنې لپاره یې کندهار ته راولي.

دې وویل، دلته یې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې ځانګړي مرکز ته مراجعه وکړه او بالاخره یې ناروغي تشخیص شوه چې په مقاوم نري رنځ اخته ده او دغه ناروغي په عادي درملنه او درملو نه جوړېږي.

دا وايي، شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې دلته بستر ده، ژوند ته یې هیله پیدا شوې او دا چې ورځ تر بلې ښه کېږي، نو زښته ډېره خوشحاله ده.

د دې په خبره، په دغه مرکز کې یې نه یواځې وړیا درملنه کېږي، بلکې خوراک، د استوګنې د ځای لګښت او د تګ راتګ کرایه هم ورکول کېږي.

دا یواځې ګل پیدا نه ده چې په دغې وژونکې ناروغي اخته شوې، بلکې په سوېلي زون کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځې دي.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان یوه مسوول ډاکټر ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه په سوېلي حوزه کې د نورو تر څنګ ښځې په دغه ناروغي ډېرې اخته دي چې لامل یې کم پوهاوی، غربت، کمزوری خوراکي رژیم، په یوه کور یا خونه کې د ډېرو انسانانو اوسېدل او نور دي.

دی زیاتوي، دا چې دغه ناروغي په لوړه کچه ساري ده، نو له یوه تن څخه په ډېرې اسانۍ د کورنۍ نورو غړو هم لېږدي.

د ده په خبره، له همدې امله دوی ان داسې پېښې هم لري چې دوه کلن ماشوم هم په دغه ناروغي اخته شوی او دوی یې درملنه کړې ده.

دی وايي، له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهيسې چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په کندهار کې فعالیت پيل کړی، تر دې مهاله یې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې په ځانګړي مرکز کې د ۱۰۳ داسې ناروغانو درملنه کړې چې په مقاوم نري رنځ اخته شوي وو.

د هغه په وينا، په یاد مرکز کې د نري رنځ د داسې ناروغانو درملنه کېږي چې د درملو پر وړاندې مقاومت ښیي او ناروغي یې ډېره پېچلې او سخته وي.

دی زیاتوي، د دغه سازمان روغتیايي پرسونل نه یواځې دغسې ناروغان تر اوږدې درملنې لاندې نیسي، بلکې خوراک او د استوګنې ځای ورته برابروي، د تګ راتګ کرایه ورکوي او د کورنۍ د نورو غړو د معاینه کولو  او درملنې زمینه هم ورته مساعدوي.

ده وویل، له بده مرغه چې په سوېلي زون کې د نري رنځ پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه ډېری اوسېدونکي یې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د ده په خبره، د بې پولې ډاکټرانو سازمان هڅه کړې د دغه مرکز تر څنګ د عامې روغتیا وزارت د یوه کاري شریک په توګه هم له دوی سره ګډ کار وکړي او د دوی په روغتونونو کې یې هم د نري رنځ د زرګونو ناروغانو درملنه کړې ده.

دی وايي، د دې لپاره چې په دغه حوزه کې د نري رنځ د درملنې په موخه پرمختللي او غوره خدمات وړاندې شي، د یوه ۲۵ بستریز روغتون پر جوړولو کار روان دی چې د روان زېږدیز کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

د دغې پروژې مسوول توماس سوشان/Tomas Suchon پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۱،۲ میلیونه یورو لګښت راځي چې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، له دې سره به په سوېل کې د درملو پر وړاندې د مقاوم نري رنځ ناروغان وکولای شي په یوه پرمختللي او مجهز مرکز کې وړیا درملنه وکړي.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان/MSF یو غیر انتفاعي او غیر سیاسي طبي بشري بنسټ دی چې د استقلالیت، بې طرفۍ او عدم تبعیض له اصولو سره سم په افغانستان کې وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دغه سازمان د نړۍ له ۷۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې فعالیت لري چې اصلي موخه یې هغو خلکو ته روغتیايي خدمت رسول دي چې په وسله والو نښتو، ساري ناروغیو او طبیعي پېښو کې زیانمن شوي وي.

یاد شوی سازمان د کندهار تر څنګ په هلمند، کابل، هرات، کندوز او خوست ولایتونو کې فعالیت کوي چې په کندهار کې یې ډېر تمرکز د نري رنځ پر مخنیوي دی.

د یادونې ده چې نن د مارچ ۲۴مه د نري رنځ نړیواله ورځ ده چې په ټوله نړۍ کې په دې موخه نمانځل کېږي چې د دغې ناروغۍ په اړه پوهاوی زیات او مخنیوی یې وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هر کال ۶۷زره کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي چې ۱۰ زره کسان یې ژوند له لاسه ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement