د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې د جلغوزو او چهارمغزو ۲،۲ میلیونه نیالګي اېښودل کېږي

پکتیا کې د جلغوزو او چهارمغزو ۲،۲ میلیونه نیالګي اېښودل کېږي

Mar 24, 2019 - 14:46

ګردېز (پژواک، ٤ ورى ٩٧): په پکتيا ولايت کې د جلغوزو او چهارمغزو د نږدې ٢،٢ ميليونه نيالګيو اېښودو چارې پيل شوې چې د درېيو کلونو په موده کې به بشپړ شي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د يادو مراسمو په پيل کې وويل چې ياده طرحه د ولايتي ادارې له خوا د پکتيا د ځنګلونو لپاره جوړه شوې وه چې د جمهوري رياست له منظورۍ وروسته اوس پر پکتيا سربېره په پکتيکا او خوست ولايتونو کې هم تطبيقېږي.

کټوازي وويل چې د دغو نيالګيو له پاللو او حاصل ته له رسېدو وروسته يې دولت او بزګرانو ته ميليونونه ډالر مستقيم او غير مستقيمه ګټه رسېږي.

نوموړی د ځنګلونو پر ساتنه ټينګار کوي او وايي: ((ما ټولو ولسوالانو ته ويلي، څوک چې ځنګل وهي هغسې چلند به ورسره کوئ، لکه د هېواد له يو دښمن سره چې ماينونه ږدي، نو تاسې هم د ځان په خاطر همکاري وکړئ، شنې ونې مه وهئ، مخه يې ونيسئ، راځئ شنې ونې زياتې کړو او حاصل ترې واخلو.))

دغه راز د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين محمدي وويل چې دا پروژه د پکتيا په پنځو ولسواليو جاني خېل، ځاځي اريوب، څمکني، شواک او ګرده څېړۍ کې د بزګرانو او قوريه لرونکو په مټ پلې کېږي او تخنيکي برخه او څارنه يې د ياد رياست پر غاړه ده.

محمدي وويل چې په دې نيالګيو کې ۱۰۸۰۰۰۰ د چهارمغزو او همدومره نور د جلغوزو نيالګي شامل دي چې په ۲۷۰۰۰ هکتاره نوې يا پخوانۍ تخريب شوې ځمکه کې به وکرل شي.

نوموړی زياتوي چې دا نيالګي به د کورنيو قوريو له لارې روزل کېږي چې د لومړي کال بودجه يې ۱۴.۵ ميليونه، د دويم ۳۱.۸ ميليونه او د درېيم کال يې ۶۲ ميليونه افغانۍ ده.

دی زياتوي چې د ياد شمېر نيالګيو کرلو لپاره په ولسواليو کې ۳۶۰ کرنيزې ټولنې جوړوي او زياتوي: ((د قوريه جاتو لپاره ټول اړين وسايل موږ ورکوو. کله چې دا نهال ورسېدل، کولی شو د چهارمغز نهال په دويم کال مستقيم قوريې ته انتقال کړو او د جلغوزي نهال به په درېيم کال انتخاب شوي ځای ته انتقالېږي. هر بزګر يا قوريه دار چې ښه نهال تطبيق کړی و، د هر نهال په بدل کې به دېرش افغانۍ ورکول کيږي.))

د يادو ولسواليو اوسېدونکي او بزګران د دې پروژې پر تطبيق خوښ دي او وايي د پلې کېدو په چاره کې به هر ډول همکاري وکړي.

د دوی له ډلې حميد د پروژې په اړه وويل: ((ډېره ښه پروژه ده، خو د پروژې لپاره ټاکل شوي اندازه تخمونه او پرسونل کم دي. لومړی بايد د تخنيکي ټيم په مرسته هغه ځايونه انتخاب شي چې هلته چارمغز او جلغوزي کېږي او ښه حاصل ورکوي او هغه خلک راګډ شي چې علاقه لري.))

د ګردې څېړۍ ولسوالۍ يوه بزګر حاجي خيال پژواک ته وويل چې د يادو غرنيزو سيمو د اوسېدونکو ژوند له غرونو په ترلاسه کېدونکو حاصلاتو مخې ته ځي او د دې پروژې په تطبيق سره هم دوی ته د کار زمينه برابرېږي او هم ځنګلونه وده کوي.

خيال وايي: ((که چهارمغز او جلغوزي په منطقه کې وکرل شي، د ټولو خلکو لپاره ګټه ده. موږ د غره خلک خاص له غره سره بلد يو، له همدې ژوند مخې ته وړو، همدا شان د بوټي په کېښودو او ساتنه کې ډېره تجربه لرو او ډېر پوه يو. دا دوه ګټې لري، يو به خلک مصروف شي او بل به ونې ډېرې شي او ګټې به ترې ترلاسه کړو.))

د يادونې ده، پکتيا هر کال د چهارمغزو او جلغوزو زرګونه ټنه حاصلات لري چې تر دې وړاندې يې ډېره برخه ګاونډي پاکستان ته انتقال او له هغه ځايه د ياد هېواد په نوم نورو هېوادونو ته لېږدېده، خو اوسمهال له چين سره د جلغوزو د صاراتو لپاره د هوايي دهلېز د پرانيستلو سره دا کچه تر ډېره کمه شوې ده.

بزګران له کرنې وزارت او نورو اړوند ادارو غواړي چې د پکتيا شاتو، زعفرانو او ځينو نورو مهمو کرنيزو محصولاتو ته هم پام او بازار موندنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement