ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په غزني کې د لسو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په غزني کې د لسو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
24 Mar 2019 - 13:13
چارواکي په غزني کې د لسو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
24 Mar 2019 - 13:13

غزني ښار (پژواک، ٤ ورى ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې د غزني په زنخان ولسوالۍ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي خو طالبان بيا وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو په زنخان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي، اته ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

دغه راز د تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو امر ډګرمن محمد فاروق هم پژواک ته وويل چې د زنخان په هوايي بريدونو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د تندر قول اردو د مسوولينو له هدايت سره سم د غزني په بېلابېلو برخو کې اوس هم د طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.

خو بل لور ته وسله وال طالبان وايي چې دغه بريدونه پر ملکي وګړو ترسره شوي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې امريکايي او حکومتي ځواکونو تېره شپه د زنخان ولسوالۍ په ګوګير او فقير کليو کې پر يوې مدرسې او يوه جومات هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې مدرسه او جومات ويجاړ شوي او لس ملکي وګړي وژل شوي، شپږ نور ټپيان شوي دي او څلور تنه يې هم له ځان سره بيولي دي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د سيمې له خلکو هم وپوښتو خو هلته د مخابراتي شبکو خدمات کمزوري دي او اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په پايله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.