ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ملکي وګړو د وژلو لړۍ دې بنده شي»

«د ملکي وګړو د وژلو لړۍ دې بنده شي»

author avatar
25 Mar 2019 - 14:41
«د ملکي وګړو د وژلو لړۍ دې بنده شي»
author avatar
25 Mar 2019 - 14:41

کابل (پژواک،۵ وری ۹۸): یو شمېر خلکو له سولې سره پر مخالفتونو د نیوکې تر څنګ له حکومته د شپنیو او هوايي بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، په یادو عملیاتو کې د ملکي وګړو وژل کېدل د دولت او ملت تر منځ واټن زیاتوي.

 نن یو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د «سوله، روان وحشتونه، بمبارونه، د ملکي وګړو مرګ ژوبله، هدفي وژنې او بې مسوولیته حکومت» په نوم په کابل کې غونډه وکړه.

د غونډې زیاتره ګډونوالو وویل، د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو شپږو میاشتو کې په بېساري ډول زیاته شوې ده.

د هغو شمېرو پر اساس چې خلکو د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړي په تېره یوه میاشت کې د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۶۱ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د میدان وردګو ولایت قومي مشر ډاکتر ضیاالدین کمال په دې ناسته کې وویل، خلکو په کراتو خپل غږ اوچت کړی څو په افغانستان کې مېشت بهرني او افغان سرتېري د عملیاتو پر مهال پام وکړي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

خو نوموړي زیاته کړه، د خلکو دغه غږ ته هېڅ پام نه ده شوى او هره ورځ په شپنو عملیاتو او هوايي بریدونو کې د میدان وردګو اوسېدونکي وژل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((دښمن خو دښمن دی، خو زموږ ګیله له حکومت څخه ده، په زیاتره هغو هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې چې حکومت یې ترسره کوي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، په جلګه، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې په ړندو عملیاتو کې ملکي وګړي موخه ګرځول شوي دي.))

دده په خبره، ملت ته له دې زیات د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او د ملکي وګړو د وژنو لړۍ چې د دولت او ملت ترمنځ د واټن د زیاتېدو سبب کېږي باید بنده شي.

د سیاسي چارو شنونکي نظر محمد مطمئن هم په دې ناسته کې وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

هغه له حکومته وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال غور وکړي او د یوه طالب د وژلو لپاره باید څو ملکي وګړي موخه ونه ګرځول شي.

هغه د سولې په اړه وویل: ((امریکا وايي چې جګړه پای ته رسوو او له افغانستان څخه وځو، خو یو شمېر افغانان د بهرنیو ځواکونو د شمېر د زیاتېدو او جګړې د دوام غوښتنه کوي سوله له جکړې غوره ده؛ هر ځای چې سوله وشي زموږ لپاره د منلو وړ ده او حکومت باید د خپل قدرت د ساتلو او امریکايي چارواکو ته د لیک استولو له لارې د سولې د ټینګښت مخنیوي ونه کړي.))

 نوموړي له جزيیاتو پرته وویل: ((اوس یو شمېر کسان غواړي د پروژې په اخیستو د سولې مخه ونیسي، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه افغانان سوله غواړي، ۱۷ کاله مخکې د بن په غونډه کې ۹۰ سلنه افغانان نادیده وګڼل شول، خو اوس چې زیاتره سوله غواړي لس سلنه یې د سولې مخالفت کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.