مزارشريف (پژواک، ۵ ورى ۹۸): د سولې او اعتدال ټيم مشر او د ولسمشرۍ کانديد محمد حنيف اتمر وايي چې په افغانستان کې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره د مؤقت حکومت رامنځته کېدل يې په کاري لومړيتوب کې دی.
نوموړي دغه څرګندونې په مزارشريف کې د حمل په ۵مه د مارشال فهيم د مړينې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دې غونډه کې د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور تر څنګ د ياد ټيم ګڼ شمېر مرکزي او سيمه ييزو مشرانو ګډون کړی و.
حنيف اتمر وويل چې په افغانستان کې د ازادۍ، رفاه او عدالت پلي کېدو لپاره به په ګډه کار کوو.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د مجاهدينو لار به استمرار پيدا کوي.
اتمر بلخ کې د پخواني والي عطامحمد نور ماموريت هم وستايه او زياته يې کړه چې په ټاکنو کې د دوی د ټيم د بريالي کېدو په صورت کې به د نور ماموريت دوام پيدا کوي، خو هغه کره نه کړه چې کوم ماموريت يې موخه دی.
نوموړي له نوروز مراسمو يوه اوونۍ مخکې د بلخ د امنيه قوماندان پر ټاکل کېدو راپورته شوي جنجال ته په اشارې وويل چې د حکومت له خوا عهد شکني، لښکر کشي او د غير مشروع قوې استعمال د خلکو د نفرت او انزجار وړ دی.
هغه زياته کړه چې که حالت په سم ډول نه وای مديريت شوی، نو يو لوی مشکل به رامنځته شوی وای.
اتمر وويل: ((زما له هر سياسي مشر څخه دا غوښتنه او توقع ده چې د ملت د وحدت لپاره کار وکړي؛ نه دا چې د ملت او خلکو پر ضد قوه استعمال کړي.))
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د بلخ امنيې قوماندانۍ پر سر له راپورته شوي جنجال وروسته له عطامحمد نور سره خپل کړی توافق دې ژر تر ژره عملي کړي.
اتمر د توافق پر جزئياتو باندې خبرې ونه کړې.
هغه همدا راز وويل چې سوله او ټاکنې هغه مهم شيان دي چې په مخکې يې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن