ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي

جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي

author avatar
25 Mar 2019 - 10:00
جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي
author avatar
25 Mar 2019 - 10:00

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې د کتنځای مخې ته چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۵مه پژواک ته وويل، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند مخابراتو چوک ته څېرمه د کامران په نوم يوې پلازا کې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې فريدې د کتنځای مخې ته د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې پر کتنځای سربېره يې يو درملتون او د کلچو يو پلورنځی هم زیانمن کړي دي.

د نوموړي په خبره، چاودنه کې درې ماشومان او درې مېرمنې برسېرن ټپيان شوي دي.

خوږياڼي وويل، ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

د چاودنې مسووليت  تر اوسه چا نه دى اخيستى.

د يادونې ده، له دې مخکې هم په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمېر ډاکټرانو په کلينيکونو او کتنځايونو کې چاودنې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.