ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ملي امنيت مرستيال د سختو ټپونو له امله  ساه ورکړه

د هلمند د ملي امنيت مرستيال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

author avatar
25 Mar 2019 - 15:06
د هلمند د ملي امنيت مرستيال د سختو ټپونو له امله  ساه ورکړه
author avatar
25 Mar 2019 - 15:06

لښکرګاه ( پژواک، ۵ ورى ۹۸ ): د هلمند د ملي امنيت رياست مرستيال ډګروال محمد اصف خان خادم چې د بزګر ورځې د نمانځنې د مراسمو پرمهال په چاودنه کې ټپي شوى و، په روغتون کې يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

دوه ورځې مخکې د لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې د بزګر ورځې نمانځلو په مراسمو کې د چاودنې له امله ددې ولايت داقتصاد د رييس په ګډون څلور تنه ووژل شول او ٣١ نور ټپيان شوي وو، چې ډېرى يې ددغه ولايت چارواکي وو.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت رياست مرستيال  دلښکرګاه په ايمرجنسي روغتون کې د سختو ټپونو له امله نن ساه ورکړه.

هغه زياته کړه، نوموړی پر سر ټپي شوی و، د درملنې لپاره يې ډېرې هلې ځلې وشوې، خو هغه ونه ژغورل شو.

د ملي امنيت د مطبوعاتي برخي مسوول محمد داوود مظلوميار هم پر خپله فېسبوک پاڼه د نوموړي مړينه تاييد کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.