ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٨): د پکتيکا د پي ار ټي د څو ميليارده ډالرو په ارزښت وسايل او نور تجهيزات له تېرو څو کلونو راهیسې لوټل شوي او اوس یې هم یوه برخه وسایل او توکي يوه سوداګر ته د اته سوه زره امريکايي ډالرو په بدل کې پلورل شوي دي.
پژواک خبري اژانس ځيني داسې اسناد ترلاسه کړي چې د پکتيکا بېلابېلو امنيتي او نورو چارواکو د دغه ولايت د پي ار ټي د څو ميليارده ډالرو په ارزښت توکي په ډېره ارزانه بيه پلورلي چې بيا ګاونډې هېواد پاکستان ته انتقال شوي هم دي.
سرچينه: امنيه قوماندان د پي ار ټي ټول توکي په اته سوه زره ډالرو پلورلي دي
د پکتيکا يوې باوري سرچينې د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت برحال امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د پي ار ټي ټول وسايل د سيد رحمن خوستي په نوم پر يوه سوداګر پلورلي دي.
هغه وايي: ((دغه کس د پرېس ماشينونه لري، د پي ار ټپي روغ- روغ ماشينونه، جنراتورونه او نور شيان پرس کوي، په موټرو کې یې باروي او بيا يې پاکستان هېواد ته وړي. روغ لېوني دا ټول توکي ورته يواځې په اته سوه زره امريکايي ډالرو ورکړي دي، په داسې حال کې چې دا د ميليونونو ډالرو شيان دي.))
سرچينه زياتوي چې د ملي امنيت رياست د کباړ انتقالوونکو د نيولو په موخه څو ځلې چاپې هم ووهلې او يو شمېر کسان يې نيولي هم دي.
خو دغه سرچينه بيا زياتوي: ((قوماندان بيا د دغو نيول شوو کسانو د خلاصون په بدل کې له سيد رحمن خوستي څخه د شپږ ميليون کلدارو غوښتنه هم کړې ده.))
ده وويل چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه يو پلاوى په کابل کې ټاکل شوى چې ډېر ژر به پکتيکا ولايت ته سفر وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن