ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د سولې لپاره ترلاسه شوی چانس باید له لاسه ونه وځي

ناټو: د سولې لپاره ترلاسه شوی چانس باید له لاسه ونه وځي

author avatar
25 Mar 2019 - 14:14
ناټو: د سولې لپاره ترلاسه شوی چانس باید له لاسه ونه وځي
author avatar
25 Mar 2019 - 14:14

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي، د دوامدارې سولې لپاره بين الافغاني مذاکرات اړين دي او بايد د ټولو افغانانو غږ واورېدل شي.

د ناټو ملکي استازي نيکولاس کى دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د خلکو د بېلابېلو پوښتنو په ځواب کې کړې دي.

 نوموړي زياته کړې، افغانان بايد د خپلې راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي او ناټو به د افغانانو ملاتړ ته تر هغو دوام ورکوي څو د سولې لپاره حالات برابر شي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې بې وسلې کول او په سوله ييز ژوندانه کې د وسله والو ورګډول بايد د سولې د پروسې برخه وي.

نيکولاس وايي، د سولې له تړون وروسته په سوله ييز  ژوند کې د وسله والو يو ځاى کول اړين دي، خو دا اسان کار هم نه دى.

ده زياته کړې، له سولې وروسته افغانان بايد د دې تر څنګ د خپلې راتلونکې لپاره نورې پرېکړې او اقدامات هم وکړي.

د ناټو ملکي استازي د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد  د سولې د روانو هڅو په اړه وايي چې ناټو او ټول متحدين يې نه يواځې د دې هڅو ملاتړ کوي، بلکې غواړي دا هڅې بريالۍ شي.

د هغه په وينا، ناټو په افغانستان کې د روزنې ماموريت پر مخ وړي، خو ناټو له اړتيا پرته په افغانستان کې نه پاتې کېږي.

دى وايي چې د سولې په پروسه کې د بشري حقونو موضوع مهمه ده.

هغه زياتوي، سوله په څو شپو کې نه راځي، دا يوه پروسه ده چې کېداى شي وخت واخلي، د دوامدارې سولې لپاره بين الافغاني مذاکرات اړين دي او بايد د ټولو افغانانو غږ واورېدل شي.

دى وايي، په تېرو ١٨ کلونو کې افغانانو ډېرې لاسته راوړنې درلودلې، د بشري حقونو په برخه کې ډيموکراسۍ، بيارغونې، پوهنې او نورو برخو کې دغه راز ميليونونه ماشومان ښوونځيو ته او سلګونه زره هلکان پوهنتونونو ته ځي.

نيکولاس زياتوي چې د سولې پروسې د بريا لپاره سيمه ييزه همکاري اړينه ده، يو سوله ييز افغانستان د ټولې سيمې لپاره ګټور دى، د سولې لپاره چې کوم چانس ترلاسه شوى، بايد له لاسه ورنه کړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.