ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: سږ کال د ٢٧٠٠ ښوونځيو ودانیو جوړولو لپاره پيسې ځانګړې شوې دي

ولسمشر: سږ کال د ٢٧٠٠ ښوونځيو ودانیو جوړولو لپاره پيسې ځانګړې شوې دي

author avatar
25 Mar 2019 - 19:07
ولسمشر: سږ کال د ٢٧٠٠ ښوونځيو ودانیو جوړولو لپاره پيسې ځانګړې شوې دي
author avatar
25 Mar 2019 - 19:07

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٨): ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د ٦زره ښوونځيو جوړولو ستونزې تر ډېره بریده حل شوې، اوس د ۱۲۰۰ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی او سږ کال يې د  ۲۷۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته پیسې برابرې او ځانګړې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره نوی (۱۳۹۸) ښوونیز کال پیل کړ او ټولو هېوادوالو، د معارف منسوبینو، ښوونکو او زده کوونکو په ځانګړي ډول هغو یو میلیون زده کوونکو ته یې چې لومړی ځل ښوونځي ته ځي او د خپل ژوند یوه بختوره مرحله پیلوي، مبارکي وویله.

په دې مراسمو کې چې د کابل ښار د اماني لېسې په تالار کې جوړ شوي وو، لومړۍ مېرمن، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او ښوونکو حضور درلود.

اشرف غني وويل، د ولسمشر په توګه يې هغه غوره شېبې وې چې زده کوونکي ارګ ته راځي او یا په ولایتي سفرونو کې ورته ښه راغلاست وایي.

هغه زیاته کړه د دوی په څېرو کې هیله او په کردار کې یې پر خپل ځان باور ویني، په ځانګړي ډول د نجونو پر ځان باور د دغه عظیم ملت د ویاړ لامل ګرځي.

ولسمشر د پوهنې وزارت سرپرست ته سپارښتنه وکړه چې زده کوونکي په ځانګړي ډول یو میلیون  هغه زده کوونکي چې لومړی ځل  ښوونځي ته ځي، وهڅوي او هغوی د ویاړ او د افغانستان د ملي یووالي وسیله وګڼي، نه دا چې زړه ماتي شي او خدای ناخواسته ووایي چې ښوونځي ته نه ځو.

هغه د شپږ زره ښوونځیو د ودانیو جوړولو ژمنې ته په اشارې وویل، د دې سترې برنامې چې د حجم له مخې د افغانستان د معارف په تاریخ کې بېسارې ده، ستونزې تر ډېره بریده حل شوې او اوس  د ۱۲۰۰ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی او سږ کال يې  د  ۲۷۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته پیسې برابرې او ځانګړې کړې دي.

ولسمشر څرګنده کړه، له دې وروسته به د ولایتونو په مشوره د ښوونځیو د تعیین صلاحیت د کلیو پراختیا وزارت ته ورکړل شي او له ټولو ولایتونو يې غوښتنه ده چې د ښوونځو جوړولو لپار د ځمکې برابرولو ته لومړيتوب ورکړي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لوري د یوولس زره ښوونکو استخدام په همدې اوونۍ کې بشپړېږي. د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو په ګډه همکارۍ به په پنځو کلونو کې ټول ښوونکي د لوړو زده کړو خاوندان شي.

هغه زیاته کړه، تقریباً ۱۰۰زره څوارلسم پاس ښوونکي به د خدمت په موده کې لیسانس واخلي  او شاوخوا ۵۷ زره دوولسم پاس ښوونکي به حد اقل تر څوارلسمه پورې لوړې زده کړې وکړي.

د دغه پنځه کلن پروګرام لومړۍ مرحله سږ کال پیل شوې او په زرګونو استادان به ورڅخه استفاده وکړي.

ولسمشر په کمپیوټري لابراتوارونو د افغانستان د ښوونځیو د تجهیز او له انټرنېټي شبکو سره د نښلولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا ریاست ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د نوري فایبر شبکې او سپوږمکیو له لارې د افغانستان ټول ښوونځي له انټرنېټ سره وصل شي؛ ځکه پوهنه د دوه پېړیو مخکې پوهنه نه شي کېدای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.