د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«د ملکي وګړو د وژلو لړۍ دې بنده شي»

«د ملکي وګړو د وژلو لړۍ دې بنده شي»

Mar 25, 2019 - 14:41

کابل (پژواک،۵ وری ۹۸): یو شمېر خلکو له سولې سره پر مخالفتونو د نیوکې تر څنګ له حکومته د شپنیو او هوايي بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، په یادو عملیاتو کې د ملکي وګړو وژل کېدل د دولت او ملت تر منځ واټن زیاتوي.

 نن یو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د «سوله، روان وحشتونه، بمبارونه، د ملکي وګړو مرګ ژوبله، هدفي وژنې او بې مسوولیته حکومت» په نوم په کابل کې غونډه وکړه.

د غونډې زیاتره ګډونوالو وویل، د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو شپږو میاشتو کې په بېساري ډول زیاته شوې ده.

د هغو شمېرو پر اساس چې خلکو د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړي په تېره یوه میاشت کې د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۶۱ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د میدان وردګو ولایت قومي مشر ډاکتر ضیاالدین کمال په دې ناسته کې وویل، خلکو په کراتو خپل غږ اوچت کړی څو په افغانستان کې مېشت بهرني او افغان سرتېري د عملیاتو پر مهال پام وکړي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

خو نوموړي زیاته کړه، د خلکو دغه غږ ته هېڅ پام نه ده شوى او هره ورځ په شپنو عملیاتو او هوايي بریدونو کې د میدان وردګو اوسېدونکي وژل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((دښمن خو دښمن دی، خو زموږ ګیله له حکومت څخه ده، په زیاتره هغو هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې چې حکومت یې ترسره کوي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، په جلګه، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې په ړندو عملیاتو کې ملکي وګړي موخه ګرځول شوي دي.))

دده په خبره، ملت ته له دې زیات د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او د ملکي وګړو د وژنو لړۍ چې د دولت او ملت ترمنځ د واټن د زیاتېدو سبب کېږي باید بنده شي.

د سیاسي چارو شنونکي نظر محمد مطمئن هم په دې ناسته کې وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

هغه له حکومته وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال غور وکړي او د یوه طالب د وژلو لپاره باید څو ملکي وګړي موخه ونه ګرځول شي.

هغه د سولې په اړه وویل: ((امریکا وايي چې جګړه پای ته رسوو او له افغانستان څخه وځو، خو یو شمېر افغانان د بهرنیو ځواکونو د شمېر د زیاتېدو او جګړې د دوام غوښتنه کوي سوله له جکړې غوره ده؛ هر ځای چې سوله وشي زموږ لپاره د منلو وړ ده او حکومت باید د خپل قدرت د ساتلو او امریکايي چارواکو ته د لیک استولو له لارې د سولې د ټینګښت مخنیوي ونه کړي.))

 نوموړي له جزيیاتو پرته وویل: ((اوس یو شمېر کسان غواړي د پروژې په اخیستو د سولې مخه ونیسي، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه افغانان سوله غواړي، ۱۷ کاله مخکې د بن په غونډه کې ۹۰ سلنه افغانان نادیده وګڼل شول، خو اوس چې زیاتره سوله غواړي لس سلنه یې د سولې مخالفت کوي.))

مطمئن د طالبانو او سیاستمدارانو تر منځ هغې ناستې ته چې ټاکل شوې په قطر کې ترسره شي اشاره وکړه او ویې ویل، د سولې لاسته راغلی فرصت باید له لاسه ورنه کړو او د افغانستان حکومت او خلک باید له دې فرصته اعظمي ګټه پورته کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند هم نننۍ ناستې ته د خبرو پر مهال افغان حکومت یو بې مسوولیته حکومت وباله.

هغه وویل، د ملي یووالي حکومت په دوره کې له یو میلیون زیات افغانان مهاجر او له ۴۵ زرو ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي، خو ولسمشر د خپل حکومت د بقا فکر کوي.

 نوموړي هم پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، د حکومت دننه ځينې کسان په پټه د سولې بهیر د ګډوډولو او خپل قدرت او ځان د ساتنې په لټه کې دي.

 

د نوموړي په خبره، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو دوام د طالبانو او په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي.

هغه ګواښ وکړ : ((موږ د سولې ټينګښت ته انتظار یو، که سوله ټینګه نه شي موږ په هر ولایت کې راوځو او اجازه به ورنه کړو چې اوسنی حکومت پر موږ حکومت وکړي.))

د هلمند ولایت یوه قومي مخور مطیع الله مطیع چې په دې ناسته کې ګډون درلود په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په اشاره که حکومته وغوښتل چې «ظلم او استبداد» پای ته ورسوي او د دولت او خلکو تر منځ واټن زیات نه کړي.

د ننګرهار مدني فعال خیرالله شینواري د ولسي جرګې د مخکني غړي عبیدالله بارکزي وژلو ته په اشاره وویل: ((ولې تل هغه کسان ترور کېږي چې سوله غواړي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او پر ملکي موخو د شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو د بندولو غوښتنه کوي.))

بارکزی دوه ورځې مخکې په کندهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

شینواري زیاته کړه: ((موږ حیران یو چې حکومت ولې له سولې سره مخالفت کوي او د جګړې له دوام سره مخالف نه دی، که په زور یا بله هره لار وي په هېواد کې سوله راولو.))

د میدان وردګو ولایت قومي مشر ډاکتر قیوم د حکومت د شپنیو عملیاتو ډول صحرايي محکمه وباله او ویې ویل، د دغه ډول عملیاتو دوام د دولت او ملت تر منځ واټن زیاتوي او پر امنیتي ځواکونو د خلکو باور له منځه وړي.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې په کندز ولایت کې د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement