ترينکوټ (پژواک، ۵ وري ۹۸): د اروزګان اوسېدونکي د پخواني وکيل عبيدالله بارکزي د وژلو په غبرګون کې له حکومته و غوښتل، چې د وروستيو زنځيري وژنو طرحه کوونکي دې ونيسي او د قانون منګلو ته دې يې وسپاري.
بارکزى چې د اروزګان ولايت اوسېدونکى او په ولسي جرګه کې ددې ولايت استازى و، درې ورځې مخکې په کندهار ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د اروزګان ولايت چارواکو ، قومي مشرانو او اوسېدونکو د وري په ٥مه، د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د بارکزي د فاتحې په مراسمو کې د هغه د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.
والي اسدالله سعيد ،عبيدالله بارکزى د هېواد يو له هغو کسانو څخه ياد کړ، چې د وطن مينه يې په زړه کې وه او تل به يې د سولې لپاره غږ پورته کاوه.
هغه زياته کړه، بارکزی د سولې قرباني شو او په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ هيلې يې مړاوې شوې.
د فاتحي دغو مراسمو کې ګډونوالو پر حکومت سختې نيوکې وکړې چې د زنځيري وژنو په مخنيوي کې پاتې راغلى.
قومي مخور سرکاتب محمدشاه وويل، نه يواځې د اروزګان استازی ترور شوی، بلکې په دې وروستيو څو میاشتو کې د سوېل ډېر بانفوذه څېرې هدف ګرځېدلې دي.
هغه له حکومته وغوښتل، چې نور دې د وژنو دا لړۍ ودرول شي او د تل پاتې سولې راتګ ته دې کار وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن