د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د ملکي خلکو وژل د زغم وړ نه دي او کېدای شي خطرناکې پايلې ولري"

"د ملکي خلکو وژل د زغم وړ نه دي او کېدای شي خطرناکې پايلې ولري"

Mar 25, 2019 - 13:47

کابل (پژواک، ٥ وری ۹۸): د چارو شنونکي پر هغو هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي، سختې نيوکي کوي او وايي، دا ډول بريدونه چې د زغم وړ نه دي، د خلکو او حکومت ترمنځ ورځ تر بلې واټن زياتوي.

پژواک خبري اژانس ته د سيمې د خلکو له خوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې، د تېر کال د کب له درېيمې د روان کال د وري مياشتې تر درېيمې په بېلابېلو ولايتونو کې د دولتي او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

دولتي امنيتي سرچنيو په ځينو يادو عملياتو کې د يو شمېر ملکي وګړو وژل کېدل منلي، خو په ځينو کې يې رد کړي او ويلي يې دي چې په بريدونو کې د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دغه بريدونه د ننګرهار په بهسود، خوګياڼو او حصارک ولسواليو، د ميدان وردګو په نرخ، سيداباد او جلګې ولسواليو، د کندوز په مرکز، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ، د غزني په اندړو ولسوالۍ، د کندهار په دامان ولسوالۍ او د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې شوي دي.

د دغو بريدونو وروستى بريد وړمه شپه د ملي امنيت د صفر دوه په نوم ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ سيمه کې کړى چې په ترڅ کې يې پنځه عام وګړي وژل شوي او او درې نور ټپيان شوي دي.

د چارو شنونکي پر دې ډول بريدونه سختې نيوکې کوي او وايي چې دغه کار د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: "دغه ډول بريدونه د خلکو د نفرت او انزجار رامنځته کېدو لامل کېږي او دا همدا لامل دی چې خلک له دولت سره همکار نه دي؛ که خلک له دولت سره همکار واى، اوس به دغه جګړه يوې خوا ته شوې وه."

هغه په دې اړه چې ولې په دغو بريدونو کې ملکي وګړي وژل کېږي، وايي: "متاسفانه، بس خودسره خلک دي او خودسره عمليات کوي."

د هوايي ځواک دغه پخوانى پيلوټ په دې اړه چې په عملياتو کې د ملکي وګړو دا ډول وژل قصدي دي او که په تېروتنې سره کېږي، وايي: "په عسکرۍ کې سهوه نشته، په عسکرۍ کې سهوه جرم دی؛ هر عمل چې په عسکرۍ کې سهوه وي هغه جرم شمېرل کېږي؛ سهوه به يوه ورځ وه، دوه به وې او درې به وې؛ دا سهوې خو دوامداره دي؛ دا سهوې نه، بلکې قصدي عمل دى... نننۍ الوتکې او چورلکې دومره مجهزې دي چې ان د خطا امکان په کې نشته."

هغه د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې هوايي بريدونه موثر نه ګڼي او زياتوي: "څو څو ځلې مې ويلي چې د چريکي بريدونو پر مهال د هوايي ځواک کارول، حتماً ملکي تلفات لري؛ ځکه چريکان له درېيو تر لسو کسان وي، هغه هم په مختلفو ځايونو کې، بيا په کليو کې وي، په داسې حال کې بايد کومانډويي عمليات ترسره شي."

هغه په دې اړه، له دې ډول عملياتو وروسته تل دولتي چارواکي چې وسله وال مخالفين يې وژلي وايي، کله چې په هوايي بريدونو او چاپو کې عام خلک ووژني، نو بيا دا وايي چې موږ طالبان ووژل، دا د خلکو په اور د تېلو پاشل دي.

د حکومت پوځي چارواکو په وار، وار ويلي چې د دولت وسله وال مخالفين د خلکو په منځ کې ځانونه پټوي او له ملکي خلکو د سپر په توګه ګټه اخلي.

جنرال امرخېل په دې اړه وايي: "هغوی په رښتيا هم د خلکو په منځ کې ځانونه پټوي، خو ستا کار څه دی؟ ستا کار دا دی چې هغوی د خلکو له منځه را وباسې او له منځه يې يوسې؛ دا حق نه لرې چې د يوې سپږې پر ځای ټول پوستين ته اور ورته کړې او له مخې يې بمبار کړې."

دی وايي، د ميدان وردګو په ولايت کې له دې امله چې ډېرې چاپې او هوايي بريدونه شوي، ماشومان له الوتکو او چورلکو دومره وېرېږي چې کله يې غږ واوري، په چيغو، چيغو ژاړي او ځينو ته يې رواني ستونزې پيدا شوې دي.

امرخېل زیاتوي: "جګړه ځان ته اصول لري، له هغو کسانو سره بايد جګړه وشي چې له تا سره جګړه کوي او وسله ولري، د عادي خلکو وژل جرم، له بشري حقونو تېری او جنګي جنايت دی."

د سياسي چارو شنونکی احمد سعيدي وايي، په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو يو لامل دا دى چې پوځيانو ته ناسم راپورونه ورکول کېږي.

دغه راز هغه زياتوي چې د ياد لامل تر څنګ د دولت رهبري د اړوندو چارواکو له پرېکړو ناخبره ده او اړوند پوځي چارواکي د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

سعيدي زياتوي: "دولتي چارواکي تصميم نيوونکي نه دي، په نظام کې خودسري زياته ده، هر څوک خپل تصميم نيسي او خپل کار کوي."

ده زياته کړه: "حتی زه داسې باور لرم چې متاسفانه شايد د ځواکونو په ليکو کې داسې مخالفين هم شتون ولري چې د حکومت د بدنامولو لپاره داسې کارونه کوي."

دی وايي: "د بې ګناه انسانانو وژل جنايت دی، خيانت دی، متاسفانه د ملکي خلکو تلفات دومره ډېر شوي چې ټول خلک له دولت نه خپه دي، د خلکو او حکومت ترمنځ ډېره فاصله رامنځته شوې، نور دغه کار د زغم وړ نه دی او کېدای شي خطرناکې پايلې هم ولري."

هغه په دې اړه چې ګواکې ځيني ملکي وګړي په سهوې سره په بريدونو کې وژل کېږي، وايي: "سهوه يو ځل، دوه ځلې، درې ځلې، زر ځلې سهوه خو معنا نه لري، لومړی تصميم اشتباه بلل کېدای شي، خو دويم تصميم چې ناسمې پايلې ولري، جنايت دی."

د ملي دفاع وزارت وياند قيس منګل په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، دښمن چې تر فشار لاندې راشي او ډېر تلفات وويني، نو له ملکيانو د سپر په توګه ګټه اخلي او د ملکي خلکو په استوګنځايونو کې ځانونه پټوي چې "اکثراً داسې مشکلات رامنځته کېږي، خو ملي دفاع وزارت پاليسي لري چې بايد د بريدونو پر مهال ملکيانو ته مرګ ژوبله وانه وړي."

هغه زياتوي: "څه موده وړاندې د ملي اردو يوه سرتېري يو ځانمرګي بريدګر ته له دې امله غاړه ورکړه چې ملکيانو ته مرګ ژوبله وانه وړي؛ کله دغه ډول کړنې کېږي، تاسو يې يو ځل دقيق کړئ چې کوم قطعات دغه ډول فعاليتونه اجرا کوي، موږ چې هر فعاليت کوو هغه د خپلې ويبپاڼې له لارې خپروو."

د منګل په وينا، که چېرې داسې کومه پېښه رامنځته کېږي چې په هغې کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، د ملي دفاع وزارت يې په جدي ډول څېړي او عاملين به يې د قانون په چوکاټ کې سزا ويني.

هغه وويل چې کندوز ته پلاوى تللى څو هلته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه وڅېړي.

ده په دې اړه چې تر اوسه په عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څومره پېښې څېړل شوې، وويل چې اسناد دومره ژر نه راټولېږي، چا چې غفلت کړی وي، د هغوى د اسنادو راټولول اوږدمهاله پروسه وي، کس به پيدا کېږي او هغه به بيا څارنوالۍ ته ځي او مستنطقين به کار پرې کوي.

پژواک خبري اژانس د ملي امنيت له لوى رياست سره هم اړيکه ټينګه او په بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې موضوع يې ورسره شريکه کړه، خو ځواب يې ترلاسه نه کړ.

په افغانستان کې د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت ويانده ډېبرا رچرډسن وايي چې ناټو په نړۍ کې تر ټولو دقيق ځواک دى، خو له تېروتنو هم خالي نه دى.

هغې پژواک اژانس ته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دوى هېڅکله ځان بې ګناه نه ګڼي او په لوړه کچه او لوړو معيارونو هڅه کوي، چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي.

د ناټو وياندې زياته کړه : (( کله کله موږ په دې کار کې پاتې راځو، ځينې مهال له ځانه ددفاع په موخه هوايي بريدونه کوو، چې د خپلو ځواکونو او افغان وروڼو ځواکونو ژوند وژغورو.))

مېرمن ډېبرا وايي، طالبان او داعش ډلې د ملکي تلفاتو د مخنيوي هڅه نه کوي، خو افغان ځواکونه په دې برخه کې سختې هلې ځلې کوي ، خو کله ناکله ناوړه پېښې رامنځته کېږي.

د ناټو وياندې وويل : (( موږ له يوه داسې دښمن سره مخامخ يو، چې رسمي يونيفورم نه لري، د خلکو په کورونو کې د ښځو او ماشومانو په منځ کې پټيږي، داسې يو دښمن چې تل د ملکي تلفاتو په اړه درواغ وايي او د جګړې پروپاګنډ پرمخ بيايي.))

د هغې په وينا، ناټو د خپلو اړوندو پېښو مسووليت اخلي او د باوري ادعاوو په اړه يې پراخه او جدي پلټنې او څېړنې هم کوي .

ډيبرا وايي، د ملکي تلفاتو د مخنيوي تر ټولو ښه لاره داده، چې جګړې ته د پاى ټکى کېښودل شي .

د يادونې ده، د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور له مخې، په ٢٠١٨ ميلادي کال کې څه باندې ٢٦٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ٤١٠٠ نور ټپيان دي.

د دغه راپور له مخې، له يادې مرګ ژوبلې څه باندې ٢٧ عشاريه څلور سلنه دولتي ځواکونو، څه باندې ٣٣ سلنه وسله والو طالبانو او څه باندې ١٦ سلنه د داعش ډلې اړولې او د پاتې نورو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement