د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیکا له پي ار ټي د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسایل او توکي غلا شوي

د پکتیکا له پي ار ټي د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسایل او توکي غلا شوي

Mar 25, 2019 - 16:27

ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٨): د پکتيکا د پي ار ټي د څو ميليارده ډالرو په ارزښت وسايل او نور تجهيزات له تېرو څو کلونو راهیسې لوټل شوي او اوس یې هم یوه برخه وسایل او توکي يوه سوداګر ته د اته سوه زره امريکايي ډالرو په بدل کې پلورل شوي دي.

پژواک خبري اژانس ځيني داسې اسناد ترلاسه کړي چې د پکتيکا بېلابېلو امنيتي او نورو چارواکو د دغه ولايت د پي ار ټي د څو ميليارده ډالرو په ارزښت توکي په ډېره ارزانه بيه پلورلي چې بيا ګاونډې هېواد پاکستان ته انتقال شوي هم دي.

سرچينه: امنيه قوماندان د پي ار ټي ټول توکي په اته سوه زره ډالرو پلورلي دي

د پکتيکا يوې باوري سرچينې د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت برحال امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د پي ار ټي ټول وسايل د سيد رحمن خوستي په نوم پر يوه سوداګر پلورلي دي.

هغه وايي: ((دغه کس د پرېس ماشينونه لري، د پي ار ټپي روغ- روغ ماشينونه، جنراتورونه او نور شيان پرس کوي، په موټرو کې یې باروي او بيا يې پاکستان هېواد ته وړي. روغ لېوني دا ټول توکي ورته يواځې په اته سوه زره امريکايي ډالرو ورکړي دي، په داسې حال کې چې دا د ميليونونو ډالرو شيان دي.))

سرچينه زياتوي چې د ملي امنيت رياست د کباړ انتقالوونکو  د نيولو په موخه څو ځلې چاپې هم ووهلې او يو شمېر کسان يې نيولي هم دي.

خو دغه سرچينه بيا زياتوي: ((قوماندان بيا د دغو نيول شوو کسانو د خلاصون په بدل کې له سيد رحمن خوستي څخه د شپږ ميليون کلدارو غوښتنه هم کړې ده.))

ده وويل چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه يو پلاوى په کابل کې ټاکل شوى چې ډېر ژر به پکتيکا ولايت ته سفر وکړي.

دغې سرچينې هغه ويډيوګانې هم پژواک ته ورکړې دي چې له مخې يې يو شمېر کسان د ملي امنيت له لوري نيول شوي او د پکتيکا په پي ار ټي کې دننه په  ازاده هوا کې لمر ته پراته دي.

د دغو ويډيوګانو له ډلې په يوه کې يو کس موټر چلوونکی وايي: ((زه خپله دغه کس نه پېژنم، خو موږ ته يا د ورځې له مخې او يا هم د شپې له مخې ١٢زره کلدارې راکوي او هر څو پېرې مو چې وکړې معلومې نه دي.))

هغه په دې اړه له نورو خبرو کولو ډډه کوي.

بل لور ته د پکتيکا پي ار ټي وسايل د بېلابېلو ارګانونو ترمنځ وېشل شوي دي او هرې ادارې ته په کې خپله- خپله برخه ورکړل شوې ده.

په دې اړه پژواک هغه مکتوب ترلاسه کړى چې د پوهنې رياست له لوري ملي امنيت او امنيې قوماندانۍ ته استول شوى دى.

د دغه مکتوب په يوه برخه راغلي چې د پوهنې رياست ساتونکي نه لري او په پي ار ټي کې د دوى له برخې ځيني شيان غلا شوي چې امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت دې په دې اړه خبر وي او له دوى سره دې همکاري وکړي.

څمکنى: له پي ار ټي د اووه ميليارده ډالرو په ارزښت وسايل او تجهيزات لوټل شوي

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني په دې اړه پژواک ته وويل چې د پي ار ټي له دفتره په تېرو کلونو کې د کباړ په نوم هاموې ټانګونه، موټر، المارۍ، کمپوټرونه، لرګي او نور وسايل او تجهيزات ايستل شوي او پلورل شوي دي.

هغه وويل: ((کله چې پي ار ټي ته لاړم او مې ليدل نو ژړا راغله، له دې ځای څخه د اووه ميليارده ډالرو په ارزښت وسايل او تجهيزات په ډېر ظالمانه ډول ايستل شوي او پلورل شوي دي.))

څمکني تور پورې کړ چې په دغه کار کې د وخت واليانو، امنيه قوماندانانو، د ملي امنيت رييسانو او نورو چارواکو لاس درلود.

هغه دا هم وويل چې په تېرو څو ورځو کې هم له دې پي ار ټي يوه اندازه توکي او نور وسايل پلورل شوي دي.

ده زياته کړه: ((زما له راتګ وروسته هم څو موټر کباړ ايستل شوي دي، زه خپله هغه شپه ور پسې و وتم څو موټر مې ډک له کباړو نيولي او کسان مې ملي امنيت او څارنوالۍ ته سپارلي دي.))

د والي د معلوماتو له مخې، دا مهال په پي ار ټي کې څه خاص توکي پاتې هم نه دي، دغه مسئله بايد نور حکومتي چارواکي خلاصه کړي.

خوستى: د څلور ميليونه افغانيو په بدل کې مې د پي ار ټي قرارداد اخيستى

د پکتيکا له پي ار ټي څخه د وسايلو د ايستلو قراردادي سيد رحمن خوستي پژواک ته وويل چې په قانوني ډول يې د پي ار ټي تړون ترلاسه کړى دى.

هغه وايي: ((په ٤٠ لکه افغانيو ما دغه قرارداد نيولى دى، دلته ٣٦٠ ټنه جالۍ، بېکاره اوسپنې او اهن چادر دى، بل شى نشته دي.))

د خوستى په وينا، دغه توکي دوى پاکستان او کوم بل هېواد ته نه انتقالوي، په پکتيکا کې تر پرېس کولو وروسته يې کابل ته را انتقالوي.

ده وويل چې دا مهال امنيتي ځواکونو پر دوی کار بند کړى دى.

روغ لېونى: د پي ار ټي په مسئله کې ما کوم فساد نه دى کړى

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې پخوانيو چارواکو له پي ار ټي څخه مهم توکي ايستلي او پلورلي يې دي.

هغه وايي: ((په پي ار ټي کې ځيني زاړه شيان وو چې د استفادي وړ نه و، ما دغه مسئله له وزارت سره شريکه کړه چې دغه شيان په درد نه لګېږي، خرڅ به يې کړو، پر ځاى به يې د پوستو د جوړولو لپاره شيان واخلو.))

روغ لېونى زياتوي چې د پي ار ټي په مسئله کې يې هېڅ ډول فساد نه دى کړى او دغه توکي يې له نورو ارګانونو سره په همغږۍ پلورلي دي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې په پکتيکا کې د ملي امنيت له لوري هغه موټر ونيول شول چې زړې اوسپنې په کې بار وې او غوښتل يې چې پاکستان ته يې انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني حکم کړى چې له هېواده بايد په هېڅ ډول زړې اوسپنې ونه ايستل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement