ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: ټولې دولتي ادارې باید د نيالګيو په ايښودلو او پالنه کې برخه واخلي

غني: ټولې دولتي ادارې باید د نيالګيو په ايښودلو او پالنه کې برخه واخلي

author avatar
25 Mar 2019 - 15:24
غني: ټولې دولتي ادارې باید د نيالګيو په ايښودلو او پالنه کې برخه واخلي
author avatar
25 Mar 2019 - 15:24

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٨): ولسمشر پر دې سربېره چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو ته په شنو سیمو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بدلولو لارښوونه وکړه، وايي چې ټولې دولتي ادارې باید د نيالګيو په ايښودلو او پالنه کې برخه واخلي.

له ارګ څخه نن (دوشنبه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اماني لېسې انګړ کې د یوه نیالګي په ايښودلو سره د پلازمېنې زون اړونده سیمو کې د سولې ونې تر سرلیک لاندې د نیالګیو ايښودلو کمپاین رسماً پرانیست.  

سرچينه زياتوي، د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ولسمشر د وینا پرمهال د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ وویل، په تېرو کلونو کې پر ځاني او مالي زیانونو سربېره ځنګلونه هم سخت زیانمن شوي دي.

هغه په ټینګار سره وویل، د چاپیریال شینوالی، د ځنګلونو احیا، د څړځایونو او طبیعي پانګوساتنه باید زموږ د ښوونې او روزنې او خصوصاً د دولت له عمده اهدافو څخه وي.

ده زیاته کړه، دا یواځې د کرنې وزارت دنده نه ده، ټولې دولتي ادارې باید په دې کې برخه واخلي.

نوموړي د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له مسوولینو څخه د دغه مهم پروګرام د پیلولو او په دې لوی حشر کې د برخې اخیستلو له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د نیالګیو ايښودلو دغه پروګرام د هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو ته وغځېږي.

ولسمشر د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو ته په شنو سیمو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بدلولو لارښوونه وکړه او ويې ویل، د هر نیالګي ايښودل د چاپیریال او هوا پاکوالي په برخه کې لوی ګام او د نیالګیو ايښودل او پالنه دواړه مهم دي.

محمد اشرف غني سږنیو ورښتونو ته په اشارې وویل، سږکال ډېر ورښتونه شوي او ضرور ده چې له خپلو اوبو څخه موثره استفاده او د ځمکو ابادۍ ته اساسي توجه وکړو.

هغه زیاته کړه، د کرنیزو ځمکو ابادولو او خړوبولو ته اساسي پاملرنه زموږ لومړیتوب دی. په  ځینو برخو کې به شپږ سوه او ځینو کې سل او دوه سوه کاله وروسته ځمکې خړوب او د استفادې وړ وګرځي.

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې رئیس عبدالسمیع ستانکزي وویل، د نیالګیو ايښودلو پروګرام کې د زده کوونکو او ځوانانو د ونډې اخیستلو لپاره ښوونځي هم زموږ په سږني پروګرام کې شامل دي.

د ده په وينا، سږکال د سل زره نیالګيو ايښودلو پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا شمېر یو میلیون  نیالګیو ته ورسېږي او په دې برخه کې د سوداګرو په ګډون د بېلابېلو اقشارو همکاري له ځانه سره لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.