ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د ماشوم سميع الله او مهسا قاتلين دې اعدام شي

لاريون کوونکي: د ماشوم سميع الله او مهسا قاتلين دې اعدام شي

author avatar
25 Mar 2019 - 14:36
لاريون کوونکي: د ماشوم سميع الله او مهسا قاتلين دې اعدام شي
author avatar
25 Mar 2019 - 14:36

ګردېز (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکو د يو لاريون په ترڅ کې د اعتراض په ډول د ګردېز- کابل لويه لار د دوو ساعتونو لپاره وتړله او د يوه وژل شوي ماشوم سميع الله قاتلينو ته يې د اعدام سزا غوښتنه وکړه.

د لاريون کوونکو له ډلې د وژل شوي شپږ کلن ماشوم سميع الله مشر ورور عبدالله وايي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې وسله والو انسان تښتوونکو د کابل له احمدشاه بابا مېنې د ده کوچنی ورور وتښتاوه او وروسته يې سر ترې غوڅ کړی او په کنډوالو کې غورځولی و.

نوموړي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د سميع الله په تښتونه او وژنه کې ښکېل شپږ کسان نيولي، خو د څو اونيو په تېرېدو يې لا محاکمې او ورته سزا اورولو هېڅ څرک نشته.

دی وايي: ((زما ورور شپږ کلن و، غلو وتښتاوه او بيا يې حلال کړ، په يوه کنډواله کې يې خښ کړی و، بيا امنيتي ځواکونو پيدا کړ او قاتلين يې هم ونيول، اوس له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی اعدام کړي، که اعدام يې نکړي، موږ د ارګ مخه هم بندوو.))

د وژل شوي ماشوم ماما رحيم خان وايي، تښتوونکو ترې لومړی دېرش زره ډالر غوښتي وو او له دې پيسو ترلاسه کولو وروسته يې بيا د لس زره ډالرو او دوه سوه زره افغانيو غوښتنه کړې وه چې په خبره يې، دوی يې د ورکولو په هڅه کې و، خو هغوی ماشوم په خورا بې رحمۍ وواژه.

دی وايي: ((غوښتنه يې کړې وه، دېرش زره ډالر مو اول ورکړل، وروسته يې ويل چې لس زره ډالر او دوه لکه افغانۍ نورې هم راکړئ، هغو ته مو هم نيت و او هڅه مو کوله چې ور يې کړو، خو رانه حلال يې کړ.))

مدني فعال جمال وايي چې انسان تښتوونکو او وژونکو ته د سختې او عاجلې سزا نه ورکولو له امله دا پېښې زياتې شوې او خلک د سميع الله او مهسا وژونکو ته هر څه ژر د اعدام سزا ورکولو غوښتنه کوي.

نوموړي وويل: ((له رييس جمهور او دولت نه زموږ غوښتنه دا ده چې د سميع الله او مهسا قاتلينو باندې د اعدام حکم صادر کړي.))

دغه راز د منګلو يووالي ټولنيزې شورا مشر اسلام الدين منګل د ماشومانو تښتول او وژل خورا دردوونکی او غير انساني عمل بولي او ټينګار کوي چې دولت بايد له هرې ممکنه لارې د داسې پېښو مخه ونيسي.

منګل وايي: ((موږ وژل شوو ماشومانو ته عدالت غواړو او په عام محضرکې د دوی اعدام غواړو.

خلک ډېر خپه او مايوسه په دې دي چې ولې داسې وړوکی ماشوم تښتول کېږي او بيا حلالېږي، ولې؟ اوس چې قاتلين يې نيول شوي بايد عدالت پرې تطبيق شي.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو د پرله پسې اړيکو سربېره بريالي نشوو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.