د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نور: د سولې له روانې پروسې په ټول قوت ملاتړ کوو

نور: د سولې له روانې پروسې په ټول قوت ملاتړ کوو

Mar 25, 2019 - 15:36

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٨): د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور وايي چې د سولې له روانې پروسې په ټول قوت ملاتړ کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٥مه په مزارشريف ښار کې د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم له خوا د ولسمشر د پخواني مرستيال مارشال فهيم تلين غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د ياد ټيم مشر حنيف اتمر او نورو مشرانو ګډون کړی و.

عطاءمحمد نور زياته کړه چې دوی د هغو کسانو د مخنيوي توان لري چې د سولې د راتلو مخه نيسي.

هغه وايي: ((هغوی چې ټول عمر يې په بهر کې په خوشګذرانۍ تېر کړی، د سولې پر ارزښت نه پوهېږي، دا ملت دی چې هره ورځ قرباني ورکوي او د سولې لپاره هم همدا ملت اړتيا لري.))

نوموړی زياتوي چې هم د ټاکنو لپاره او هم د سولې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه د بلخ پر امنيې قوماندانۍ راپورته شوی جنجال ته په اشارې وويل چې په ياده پېښه کې د حکومت اقدام د شرم وړ دی.

د هغه په خبره، نه يې غوښتل چې د هېواد د نظامي ځواکونو پر ضد وجنګېږي؛ نو ځکه يې جګړه ونه کړه.

د نور په وينا، تازه يې له حکومت سره نوی توافق کړی او په وينا يې چې اوس يې عملي کېدو ته شېبې شمېري.

هغه د توافق جزئيات ښکاره نه کړل خو ګواښ يې وکړ چې که حکومت يې عملي نه کړي، نو پر ضد به يې له ټولو لارو چارو کار واخلي.

د نور په وينا، توطيه دا  وه څو مزارشريف کې جګړه وشي او دی په کې بدنام شي.

نوموړي د ولسمشر غني انتخاباتي ټيم ته په اشارې وويل چې هغه ټيم دولت ساز نه دی، بلکې دولت سوز دی.

نور وويل، طالبان که وسله وال مخالفت پرېږدي او په عزتمندانه ډول نظام کې شريک شي، نو دوی به يې هرکلی وکړي.

هغه هم زياته کړه چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته به يوه ورځ هم اجازه ورنه کړي، څو ولسمشر غني د جمهور رييس په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د نور په خبره، په جوزا کې د اوسني حکومت قانوني دوره پای ته رسېږي او له هغه وروسته به هېڅ ډول مشروعيت ونه لري.

دې غونډې کې د سولې او اعتدال انتخاباتي ټکټ لومړي مرستيال محمد يونس قانوني هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه د سولې له روانې پروسې د ملاتړ تر څنګ غوښتنه وکړه چې حکومت بايد پوه شي چې سوله په کومو شرايطو راځي او د مذاکراتو پايلې څه دي.

قانوني زياته کړه چې جمهوري اسلامي نظام، د اتباعو اساسي حقوق، له ټولو ګروپونو د وسلو راټولول او د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنو ساتل د سولې په خبرو کې د دوی هغه سرې کرښې دي چې د هېڅ ډول معاملې وړ نه دي.

هغه دا هم وويل چې له سولې وروسته بايد له ټولو وسله والو وسله ټوله شي او وسله وال ګروپونه دې د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې جذب شي.

د قانوني په خبره، ملت ته دا د منلو وړ نه ده چې د سولې په نوم دې يوه ځانګړې جغرافيه وسله والو ډلو ته په اختيار کې ورکړل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement