ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي

هلمند کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي

author avatar
25 Mar 2019 - 12:09
هلمند کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي
author avatar
25 Mar 2019 - 12:09

لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې ١٤ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په هلمند کې يوې باوري امنيتي سرچيني د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٤ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

په دې اړه په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو پژواک ته وويل چې له نادعلي څخه تر اوسه دوى ته ١٥ امنيتي سرتېري په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو تېره شپه په تريخ ناور کې د سرحدي پوليسو پر يو مهم مرکز بريد کړى دى.

هغه  ادعا کوي چې په دغه بريد کې ٢٥ حکومتي سرتېري وژل شوي، اته ټپيان شوي، دوه رينجر، درې ټانکونه او يو سراچه موټر له منځه وړل شوي دي.

د احمدي په وينا، په دې جګړه کې د حکومتي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، دوه شپې وړاندې طالبانو په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي وو چې په ترڅ کې یې ٣٣ سرتېري وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.