د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: سږ کال د ٢٧٠٠ ښوونځيو ودانیو جوړولو لپاره پيسې ځانګړې شوې دي

ولسمشر: سږ کال د ٢٧٠٠ ښوونځيو ودانیو جوړولو لپاره پيسې ځانګړې شوې دي

Mar 25, 2019 - 19:07

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٨): ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د ٦زره ښوونځيو جوړولو ستونزې تر ډېره بریده حل شوې، اوس د ۱۲۰۰ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی او سږ کال يې د  ۲۷۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته پیسې برابرې او ځانګړې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره نوی (۱۳۹۸) ښوونیز کال پیل کړ او ټولو هېوادوالو، د معارف منسوبینو، ښوونکو او زده کوونکو په ځانګړي ډول هغو یو میلیون زده کوونکو ته یې چې لومړی ځل ښوونځي ته ځي او د خپل ژوند یوه بختوره مرحله پیلوي، مبارکي وویله.

په دې مراسمو کې چې د کابل ښار د اماني لېسې په تالار کې جوړ شوي وو، لومړۍ مېرمن، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او ښوونکو حضور درلود.

اشرف غني وويل، د ولسمشر په توګه يې هغه غوره شېبې وې چې زده کوونکي ارګ ته راځي او یا په ولایتي سفرونو کې ورته ښه راغلاست وایي.

هغه زیاته کړه د دوی په څېرو کې هیله او په کردار کې یې پر خپل ځان باور ویني، په ځانګړي ډول د نجونو پر ځان باور د دغه عظیم ملت د ویاړ لامل ګرځي.

ولسمشر د پوهنې وزارت سرپرست ته سپارښتنه وکړه چې زده کوونکي په ځانګړي ډول یو میلیون  هغه زده کوونکي چې لومړی ځل  ښوونځي ته ځي، وهڅوي او هغوی د ویاړ او د افغانستان د ملي یووالي وسیله وګڼي، نه دا چې زړه ماتي شي او خدای ناخواسته ووایي چې ښوونځي ته نه ځو.

هغه د شپږ زره ښوونځیو د ودانیو جوړولو ژمنې ته په اشارې وویل، د دې سترې برنامې چې د حجم له مخې د افغانستان د معارف په تاریخ کې بېسارې ده، ستونزې تر ډېره بریده حل شوې او اوس  د ۱۲۰۰ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی او سږ کال يې  د  ۲۷۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته پیسې برابرې او ځانګړې کړې دي.

ولسمشر څرګنده کړه، له دې وروسته به د ولایتونو په مشوره د ښوونځیو د تعیین صلاحیت د کلیو پراختیا وزارت ته ورکړل شي او له ټولو ولایتونو يې غوښتنه ده چې د ښوونځو جوړولو لپار د ځمکې برابرولو ته لومړيتوب ورکړي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لوري د یوولس زره ښوونکو استخدام په همدې اوونۍ کې بشپړېږي. د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو په ګډه همکارۍ به په پنځو کلونو کې ټول ښوونکي د لوړو زده کړو خاوندان شي.

هغه زیاته کړه، تقریباً ۱۰۰زره څوارلسم پاس ښوونکي به د خدمت په موده کې لیسانس واخلي  او شاوخوا ۵۷ زره دوولسم پاس ښوونکي به حد اقل تر څوارلسمه پورې لوړې زده کړې وکړي.

د دغه پنځه کلن پروګرام لومړۍ مرحله سږ کال پیل شوې او په زرګونو استادان به ورڅخه استفاده وکړي.

ولسمشر په کمپیوټري لابراتوارونو د افغانستان د ښوونځیو د تجهیز او له انټرنېټي شبکو سره د نښلولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا ریاست ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د نوري فایبر شبکې او سپوږمکیو له لارې د افغانستان ټول ښوونځي له انټرنېټ سره وصل شي؛ ځکه پوهنه د دوه پېړیو مخکې پوهنه نه شي کېدای.

اشرف غني سږ کال د معارف زده کوونکو ته د پوره کتابونو رسېدو ته په اشارې وویل، د ښوونځیو ۱۲،۲ میلیونه کتابونه چاپ شوي او د ۳۷ میلیونه نورو کتابونو د تدارکاتو پروسه به په نږدې راتلونکي کې بشپړه او د چاپ چارې پیل شي.

ولسمشر د ښوونځي او جومات اړیکې لا ټینګېدو ته په اشارې وویل، اسلامي عرفان د اخلاقي مکارمو او انساني فضایلو ډېره لویه خزانه ده او دغه خزانه په پېړیو پېړیو په ادب او فرهنګ کې خوندي شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((دا زموږ د معارف د غنامندۍ لپاره ډېر څه لري او د عرفاني معینیت او د معارف وزارت ترمنځ همکاري به زموږ د معارف کتابونه لا غني او د ښوونځي او جومات اړیکه به مو لا مضبوطه کړي.))

ولسمشر په ټینګار سره وویل، په ښوونځیو کې له زده کوونکو او استادانو سره تاوتریخوالی د زغم وړ نه دی. والدین باید په ښوونځیو کې د خپل اولاد د پوره مصئونیت احساس ولري او سږ کال د دغه وضعیت د بدلولو لپاره عملي اقدامات په پام کې لري. د شاګرد ځورول یا د ناحقه نومرو د اخیستلو لپاره د ښوونکي او مدیر تهدیدول باید په ښوونځیو کې ختم شي.

غني زیاته کړه: ((موږ باید زده کوونکو ته خپل تاریخي هویت ور وپېژنو او دا ورته ووایو چې ایا دفاعي هویت غواړئ که ارتباطي هویت؟ که موږ د خپل تېر تاریخ برعکس، ځانونه منزوي کړو او له شاوخوا نړۍ سره خپلې اړيکې پرې کړو، نو په خپل لاس به مو د خپلې ودې او سوکالۍ مخه نیولې وي.))

ولسمشر د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنتونونو له ټولو محصلینو وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د سلم کال په ویاړ د خپلو کلیو، بانډو، ولسوالیو، ولایتونو او ټول هېواد د انکشاف او ښه والي لپاره داسې لیکنې وکړي چې له  کتابونو د را اخیستل شوو موضوعاتو تکرار نه، بلکې د دوی د تجربو او مشاهدو پر اساس نوي موضوعات ولیکي.

هغه زیاته کړه، سلو بهترینو لیکنو ته به جایزه ورکړل شي او خپرې به شي.

ولسمشر غني وویل، اقتصادي څرخ دې چټک شي او له عوایدو غلا  له  زده کوونکو او ښوونکو غلا ده او د دې شومې پدیدې پر ضد باید عمومي حشر پیل کړو.

په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وویل، ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهنې په تاریخ کې د پوهنې د کال په نوم ثبت شوی دی.

ډاکټر بلخي په ټینګار وویل، له ښوونې او روزنې پرته مو نور ټول فعالیتونه د پوهنې له کاري دستوره ایستلي او هغه ژمنه چې ملت او د افغانستان اولادونو سره  لرو، د پوهنې د دندو د تعریف تر څنګ زموږ ستر فعالیت د دغه بنسټ غیر سیاسي کول دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement