ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: د کندوز په بمبار کې د ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي

يوناما: د کندوز په بمبار کې د ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
25 Mar 2019 - 16:10
يوناما: د کندوز په بمبار کې د ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
25 Mar 2019 - 16:10

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي )یوناما( د لومړنیو موندنو له مخې، په کندوز ولايت کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي دي.

یاد هوايي بريدونه د تېرې جمعې په ورځ د کندوز د مرکز په لس کيلومترۍ کې د درېيو ورځو عملياتو پر مهال شوي وو؛ په دغو عملياتو کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې تر څنګ دوه امريکايي سرتېري هم وژل شوي وو.

دولتي ځواکونو د لسګونو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا هم کړې وه.

په کابل کې د يوناما ماموریت له خوا د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د هغو لومړنیو پایلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده چې ښیي د ياد بريد د قربانیانو لس يې ماشومان دي.

سرچينې زياته کړې چې د يادې پېښې قربانيان د هغې کورنۍ غړي دي چې د جګړو له امله بېځایه شوې وه.

يوناما وايي چې د يادې پېښې د ټولو ملکي تلفاتو د تایید په اړه کار روان دی، کوم چې د پوځي عملیاتو په اوږدو کې د هوایي برید له امله رامنځته شوي.

یوناما له اړوندو چارواکو او په هوایي برید کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې د پېښې په اړه خپلې څېړنې ترسره او له زیان څخه د ملکي وګړو د ساتنې لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

ښکېل اړخونه هڅول کېږي چې د خپلو موندنو پایلې خپرې او همدارنګه قربانیانو ته مناسب جبران ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې د هوايي بريدونو پر مهال د ملکي تلفاتو کچه د هغه تر مخکې کال څخه ٢٤ سلنه لوړه شوې وه.

یوناما په ځانګړي ډول د هوایي بریدونو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې هر کال مخ په زیاتېدو ده.

په خپرپاڼه کې راغلي، یوناما په جګړه کې ښکېلو خواوو ته یادونه کوي، څو د نړیوال بشردوستانه قانون له مخي ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي او همدارنګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د مخنیوي په موخه ټول شوني تدابیر ونیسي.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غنې تېره اوونۍ د يوې ځانګړې غونډې پر مهال اړوندو امنيتي چارواکو ته سپارښتنه کړې وه چې د عملياتو پر مهال د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.