ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې لاريون وشو

پکتيکا کې د ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې لاريون وشو

author avatar
25 Mar 2019 - 15:53
پکتيکا کې د ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې لاريون وشو
author avatar
25 Mar 2019 - 15:53

ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکو د هغو هوايي بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ چې له امله يې درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو نن په مرکز ښرنه کې د دغه هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ.

د یادو کسانو له ډلې محمد اسماعيل پژواک ته وويل چې تېره شپه د اومنې ولسوالۍ په سپين کلي کې افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د سپين کلي جومات د ملا امام په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې يادو ځواکونو په دغو عملياتو کې د خلکو کورونه او موټر هم ويجاړ کړي دي.

دغه راز بل لاريون کوونکي نورالله وويل چې يادو ځواکونو درې بې ګناه کليوال هم له ځان سره بيولي دي چې بايد ژر يې خوشي کړي.

د نوموړي په وينا، که چېرې حکومت نيول شوي کسان خوشي نه کړي، دوى به پر لويو لاريونونو لاس پورې کړي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې حکومت بايد نور د ړندو بمباريو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې په اومنې ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د درېيو ملکي وګړو تر څنګ اووه طالبان هم وژل شوي دي.

قوماندان وويل چې په نيول شوو درېيو کسانو کې يو يې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان منهاج، ورور دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.