ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٧): په پکتيکا کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو سرتېرو له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د يادې مرستې د وېش پرمهال د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني وويل چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو سرتېرو له پنځه سوه کورنيو سره د ٥٥ ټنه غنمو د مرستې د وېش لړۍ نن پيل شوه.
د هغه په وينا، دغه مرسته د سرې مياشتې له خوا شوې چې سروې شويو کورنيو ته به ورکړل شي.
يوه مرسته اخيستونکي عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورور له وژل کېدو وروسته يې دا لومړى ځل دى چې له دوى سره حکومت مرسته کوي.
هغه وايي: ((دغه مرستې موږ ته ډېرې کمې دي، بايد حکومت موږ سره نورې مرستې هم وکړي، ځکه اقتصادي وضعيت مو ډېر خراب دى.))
څو تنو نورو مرسته اخيستونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه يې کوله.
د يادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې دا لومړى ځل دى چې په پکتيکا کې د وژل شويو سرتېرو له کورنيو سره مرستې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن