کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٧): کابل ښار کې ۲۴ نجونو د شطرنج زده کړې له څلور میاشتني پروګرام وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ورېښمو لار د کلتوري نوښت د پالېسۍ مدیر رحیم الله اماني وویل چې د شطرنج زده کړو دغه پروګرام څلور مياشتې مخکې پيل شوى او اوس پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه: (( د دې ورکشاپ موخه دا وه چې څنګه وکولاى شو د کلتوري پروګرامونو له لارې سوله ییز ژوند ولرو او خپل کلتوري میراثونه له یو بل سره شریک کړو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې په علمي او مسلکي ډول د شطرنج د زده کړو پروګرام ترسره کيږي.
اماني وویل چې دغه پروګرام به د کابل ترڅنګ نورو ولايتونو ته هم په لنډ وخت کې وغځول شي.
دغه راز د پارک نګاران مرکز مشرې عزیزې خوش نصیب وويل: ((دغه لوبه تل د هلکانو له خوا ترسره کېده، دا ځل موږ وغوښتل چې نجونې هم په کې ونډه ولري، نو ځکه مو دغه پروګرام ورته پيل کړ.))
په ورته وخت کې د دغه پروګرام يوې ګډونوالې خاطرې نوري پژواک ته وويل چې د دوى د شطرنج پروګرام په ډېر ښه توګه ترسره شو.
هغې زياته کړه: ((نجونۍ کولاى شي د دغې لوبې په وسیله د ذهني ورزش ترڅنګ خپلې وړتیاوې او افکار هم له خلکو سره شریک کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن