ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې “په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه” کلنۍ مشاعره جوړه شوه

بلخ کې “په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه” کلنۍ مشاعره جوړه شوه

author avatar
26 Mar 2019 - 17:34
بلخ کې “په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه” کلنۍ مشاعره جوړه شوه
author avatar
26 Mar 2019 - 17:34

مزارشريف (پژواک، ۶ وری ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې "په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه!" کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره چې د بلخ ادبي خوځښت له خوا جوړه شوې وه، په کې لسګونه فرهنګيانو، شاعرانو او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه.

د مشاعرې په پيل کې د بلخ ادبي خوځښت مرستيال غلام رسول ملکزي په خپلو خبرو کې وويل چې ياده نوروزي مشاعره هر کال د نوروز ورځو کې جوړېږي.

د هغه په وينا د دا ډول غونډو له لارې په ټولنه کې ادب او فرهنګ غوړېږي.

ملکزي وويل: ((د ادبي غونډو، مشاعرو او هنر له لارې ټولنه کې سوله ييز ذهنيت خلق کېږي او کله چې دا حالت رامنځته شي؛ نو ورسره په مستقيم ډول خلک له جنګ او جګړو څخه کرکجن کېږي.))

يادې غونډې ته له بلخه ولسي جرګې ته نوي بریالي شوي وکيل ګل رحمان همدرد هم خبرې وکړې او د بلخ له فرهنګيانو يې مننه وکړه چې په سيمه کې د پښتو ادب او فرهنګ د ودې لپاره کار کوي.

هغه په تېره يوه نيمه لسيزه کې د بلخ ادبي خوځښت کړنې او فعاليتونه وستايل او دا يې د خلکو د ويښتابه په برخه کې مهم ګام وبلل.

همدرد د ادبي هڅو تر څنګ له خلکو وغوښتل چې د نوي ښوونیز کال په پيلېدو سره بايد خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

نوموړي تعليم او زده کړې له نورو سره د سيالۍ کولو يواځېنۍ لارې وبلل.

هغه ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې له لارې به هڅه وکړي څو د بلخ ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره شي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال عطامحمد ساهو هم په خپله وينا کې په بلخ کې روانې ادبي هڅې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې دغه چارې به له پخوا په ښه ډول پر مخ ولاړې شي.

د هغه په خبره، د ډېرو ټولنيزو ستونزو د حل لپاره ضرور دی چې د فرهنګ د ودې لپاره کار وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.