کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٨): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په قطر کې د سولې لپاره د کېدونکو بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې د سولې په تړاو د طالبانو او افغان سیاسیونو ناسته د روانې وري مياشتې په ٢٥مه او ٢٦مه په دوحه کې جوړه شي. څه موده مخکې دې ته ورته غونډه په مسکو کې هم جوړه شوې وه.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي نن د سه شنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره وکتل.
سرچينه زياتوي:"په دغه کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو په دويم پړاو چې په دوحه کې به ترسره شي په تفصیل او کامیابه خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د دغې ناستې هدف به د همه شموله بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسېدل وي."
په خبرپاڼه کې راغلي چې پخواني ولسمشر همداراز په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د قطر له هڅو مننه کړې او په دغه برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن