چاریکار (پژواک، ۶ وری ۹۸): په پروان کې یوه کس خپل زوی پر ډزو وژلی، یوې ښځې خپل خاوند وژلی، یوه کس په وسله واله نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او بلخوا بیا پولیسو د یوه حرفوي مجرم وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د پروان امنیتي چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت په ځينو سیمو کې څلور کسان وژل شوي دي.
د هغوی په خبره، پرون له غرمې مخکې یوې ښځې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي په سبب وژلی او له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې ده.
په ورته مهال، یو کس د بګرام اړوند سیمه کې د وسله والې نښتې له امله د کلاشینکوف په ډزو کې وژل شوی دی.
د دې تر څنګ د چاریکار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي وايي چې یو کس تېر مازدیګر خپل زوی پر ډزو وواژه.
د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده د دې پېښو په تایید رسنیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو حرفوي مجرم په دغه ولایت کې وژل شوی دی.
د پروان د سل بستریز دولتي روغتون مسوولین وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پروان له بېلابېلو سیمو څلور مړي دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن