ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي

اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي

author avatar
26 Mar 2019 - 16:57
اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي
author avatar
26 Mar 2019 - 16:57

 

کابل (پژواک، ٦ وری ۹۸): اروپايي ټولنه وايي چې د سولې بهیر په افغانانو پورې اړه لري او دغه ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنی سیاسي مسوولې فدریکا موګریني نن په سپېدار ماڼۍ کې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال وویل، سوله د خلکو یوه جدي اړتیا ده نو له دې امله اروپايي هېوادونه د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، اروپايي ټولنې تل په ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی او د سولې په بهیر کې د افغانانو تر څنګ ده او د ولسمشرۍ له ټاکنو به هم ملاتړ وکړي.

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني ته د هرکلي تر څنګ وویل، د سولې ټینګښت مخکنیو تیارو ورځو ته د ګرځېدو معنا نه لري، بلکې د تېرو لاسته راوړنو په ساتلو د خلکو او هېواد د تقویې په معنا دی.

هغه زیاته کړه: ((د خلکو تمه د ولسمشرۍ او نورو عادلانه ټاکنو ترسره کېدل وو او د عادلانه سولې ټينګښت د خلکو هیله ده.))

نوموړي روښانه کړه چې د ملي یووالي حکومت د نړیوالو په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې په ملاتړ د ټاکنو ترسره کېدو او د عادلانه سولې ټينګښت ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې موګریني تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پر مهال یادونه وکړه چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

نوموړې زیاته کړې، اروپايي ټولنه د افغانستان دسولې خبرو له اوسني بهیره ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په خپل اغېزمن رول په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې د راتلو په برخه کې د اړوند لوریو تشویش لرې کړي.

هغه ویلي: ((موږ له پاکستان سره ګډ کار کوو څو په افغانستان کې سوله راشي.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې د افغان سولې په بهیر کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.