کابل (پژواک، ۶ وری ۹۸) : افغانستان د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې له دغه هیواد خپل سفیر غوښتی او د پاکستان سفیر یې احضار کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د دویم ځل لپاره په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو د غوښتنې ترڅنګ پر افغان حکومت نیوکې هم کړې وې، چې د سولې پروسه کې خنډونه راولاړوي.
تر دې مخکې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو خبره کړې وه او هغه مهال هم افغانستان د پاکستان سفیر احضار کړی و.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د وري په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت نن د پاکستان سفیر احضار کړی و.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان هم خپل سفیر له پاکستان څخه راغوښتی دی.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان مرستیال سفیر یې د عمران خان د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو له امله احضار کړی و.
سرچینې زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان مرستیال سفیر ته خپل سخت اعتراض وړاندې کړ او دا ډول څرګندونې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
وزارت ویلي، چې په اسلا م اباد کې د افغانستان سفیر هم کابل ته غوښتل شوی دی.
ګڼ شمیر افغان سیاستوالو هم د عمران خان څرګندونو پر ضد کلک غبرګون ښودلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن