د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان سیاستوالو د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه کلک غبرګون وښود

افغان سیاستوالو د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه کلک غبرګون وښود

Mar 26, 2019 - 22:00

کابل (پژواک، ۶ وری ۹۸) : د  افغانستان سیاسي مشرانو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او دا یې په افغان چارو کې لاسوهنه بلللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د دویم ځل لپاره په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو د غوښتنې ترڅنګ پر افغان حکومت نیوکې هم کړې وې، چې د سولې پروسه کې خنډونه راولاړوي.

تر دې مخکې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو خبره کړې وه او هغه مهال هم افغانستان د پاکستان سفیر احضار کړی و.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دعمران خبرې په افغان چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او له ګاونډیو هیوادونو غوښتي دي، چې له افغانستان سره د متقابل احترام ښې اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، چې ګاونډي هیوادونه د موقت حکومت ترڅنګ د هر ډول څرګندولو څخه ډډه وکړي.

بلخوا د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم  د پاکستان لومړي وزير عمران په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو خبرې په کلکه غندلي او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د ياد هېواد ښکاره لاسوهنه ګڼلې ده.

هغه زیاته کړې، د ياد هېواد د لومړي وزير دغه نامناسبې او غيرمعقولې څرګندونې د ټولو نړيوالو اصولو، قوانينو او نورمونو پر خلاف دي.

مسلمیار وایي، افغانستان د يوه خپلواک هېواد په توګه پخپلو ټولو ملي، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو کې بشپړ خپلواک دی، ملي مسايل او ملي ګټې يې په ملت پورې اړه لري او موږ هيچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ده زیاته کړې : ((د افغانستان په مخکښو سياسيونو هم غږ کوم چې د ملي مسايلو او افغانستان شموله موضوعاتو په اړه سره همغږي او يوه خوله شي او د سولې او ثبات لپاره د يووالي او اتفاق لاره ونيسي.))

د مشرانو جرګې ویلي، افغانستان اوس د سيمې په کچه يو له هغو پرمختللو، پر ځان بسيا، له اقتصادي پلوه غني او په شاوخوا سيمه کې هسکه غړۍ هېواد دی چې د ډېرو ګاونډيانو په زړونو نه ځايږي او نه دوی د داسې سرلوړي او خپلواک افغانستان فکر لا کړی و خو اوس افغانستان د خپلې ملي اردو، اساسي قانون، ملي حاکميت، استقلاليت او ملي ارادې لرونکي ملت يوو او هيڅوک دې زموږ د ټوټې کولو او يا هم ورانولو خوبونه نه ويني.

بلخوا د ولسمشرۍ کاندید او د سولې او اعتدال ټیم حنیف اتمر هم د عمران خان خبرې رد کړې او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې د سولې او اعتدال ټیم د عمران خان څرګندونې غندي او له هغوی یې غوښتی دي چې دافغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر شيدا محمد  ابدالي هم د عمران خان څرګندونې رد او غندلي دي. هغه په يوه بيان کې ويلي، د مؤقت حکومت لپاره د پاکستان پرله پسې غوښتنې د هغه ګاونډې غوښتنې دي، چې له بده مرغه تل د افغانستان د ملي ګټو خلاف درېدلی دی.

ابدالي زياته کړې، دغه ډول د غرضه ‌‌‌‌‌‌ډکې سناریوګانې ډېرې پخوانۍ نه دي او کم تر کمه په تېرو لنډو دورو کې افغانان د دغه ډول خبرو شاهدان وو.

هغه ويلي، شک نشته، چې افغانان له قانون څخه ورها خوا هم داسې دودونه یا میکانیزمونه لري، چې د تاریخ په اوږدو کې د ستونزو د هواري په برخه کې ډېر ګټور ثابت شوي، خو دغه میکانیزمونه، سوچه افغاني دي او د نورو لاسوهنو ته په کې اړتیا نشته، نو ځکه افغانان باید تر هرڅه د مخه خپلې ملي گټې په پام کې ونیسي او خپلو ستونزو ته خپله د پای ټکی کیږدي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement