د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې "په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه" کلنۍ مشاعره جوړه شوه

بلخ کې "په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه" کلنۍ مشاعره جوړه شوه

Mar 26, 2019 - 17:34

مزارشريف (پژواک، ۶ وری ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې "په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه!" کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره چې د بلخ ادبي خوځښت له خوا جوړه شوې وه، په کې لسګونه فرهنګيانو، شاعرانو او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه.

د مشاعرې په پيل کې د بلخ ادبي خوځښت مرستيال غلام رسول ملکزي په خپلو خبرو کې وويل چې ياده نوروزي مشاعره هر کال د نوروز ورځو کې جوړېږي.

د هغه په وينا د دا ډول غونډو له لارې په ټولنه کې ادب او فرهنګ غوړېږي.

ملکزي وويل: ((د ادبي غونډو، مشاعرو او هنر له لارې ټولنه کې سوله ييز ذهنيت خلق کېږي او کله چې دا حالت رامنځته شي؛ نو ورسره په مستقيم ډول خلک له جنګ او جګړو څخه کرکجن کېږي.))

يادې غونډې ته له بلخه ولسي جرګې ته نوي بریالي شوي وکيل ګل رحمان همدرد هم خبرې وکړې او د بلخ له فرهنګيانو يې مننه وکړه چې په سيمه کې د پښتو ادب او فرهنګ د ودې لپاره کار کوي.

هغه په تېره يوه نيمه لسيزه کې د بلخ ادبي خوځښت کړنې او فعاليتونه وستايل او دا يې د خلکو د ويښتابه په برخه کې مهم ګام وبلل.

همدرد د ادبي هڅو تر څنګ له خلکو وغوښتل چې د نوي ښوونیز کال په پيلېدو سره بايد خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

نوموړي تعليم او زده کړې له نورو سره د سيالۍ کولو يواځېنۍ لارې وبلل.

هغه ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې له لارې به هڅه وکړي څو د بلخ ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره شي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال عطامحمد ساهو هم په خپله وينا کې په بلخ کې روانې ادبي هڅې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې دغه چارې به له پخوا په ښه ډول پر مخ ولاړې شي.

د هغه په خبره، د ډېرو ټولنيزو ستونزو د حل لپاره ضرور دی چې د فرهنګ د ودې لپاره کار وشي.

د بلخ پوهنتون رييس ښاغلي مکمل الکوزي له فرهنګيانو مننه وکړه چې په بلخ کې د ادب د ودې لپاره کار کوي.

هغه زياته کړه چې په عملي ډول په ټولنه کې د عامه ذهنيت روښانولو لپاره دا اړينه ده چې د فرهنګ د ودې لپاره ولسي حرکتونه رامنځته شي.

د هغه په وينا دا حرکتونه بايد د پوهنتونونو د ادبياتو پوهنځيو محصلينو د عملي زده کړو ډګرونه وي.

د ويناوو په پای کې د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس ژمنه وکړه چې لا به هم په دغه ولايت کې د ژبې او کلتور د ودې لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د هغه په وينا، په بلخ کې د تېرې يوې نيمې لسيزې هڅو له برکته رامنځته شوی ادبي او فرهنګي  چاپېريال د دې زمينه برابره کړې چې اوس ځوانان دغه برخه کې لا هم خپل ګامونه ګړندي کړي.

په دې نوروزي مشاعره کې لسګونه شاعرانو هم خپل شعرونه ولوستل چې عشقي، ټولنيز، طنزي او د سولې غوښتنې مسايل پکې رانغښتي وو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement