ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تر راتلونکو لسو ورځو به د کندوز امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي”

“تر راتلونکو لسو ورځو به د کندوز امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي”

author avatar
26 Mar 2019 - 15:50
“تر راتلونکو لسو ورځو به د کندوز امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي”
author avatar
26 Mar 2019 - 15:50

کندوز ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٨): د کندوز نوى امنيه قوماندان وايي چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د دغه ولايت په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون راشي.

کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو پنځو کلونو کې دوه ځلې وسله والو طالبانو نيولى دى.

خو په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت په موخه د حکومتي چارواکو له لوري نن سمونوال منظور ستانکزى د کندوز د نوي امينه قوماندان په توګه معرفي شو.

په دې غونډه کې د کندوز سرپرست والي حشمت الله عرضبيګي وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو شمېر ډېر شوى چې بايد جدي يې مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه: ((انسان تښتونه، ترور او  وسله والې غلاوې خپل اوج ته رسېدلي دي، خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي چې بايد مخه يې ونيول شي.))

دغه راز په دې غونډه کې د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي وويل چې د کندوز خلک له نا امنیو نور سخت په تنګ شوي دي.

هغه وايي: ((د طالبانو په امر مخابراتي شبکې فعاله او بندېږي، د برېښنا د محصول يوه اندازه پيسې طالبان اخلي، د ښار په منځ کې د طالب په امر خلک وژل کېږي، نو امنيتي وضعيت په دغه شان يو حالت دى او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.))

همدارنګه د غونډې په پاى کې د کندوز نوى امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي وويل چې د امنيت ټينګ، اداري فساد او له نشه يي توکو سره مبارزه يې کاري لومړيتوبونه دي.

ده وويل: ((کندوز يو ډېر مهم ولايت دى، کوښښ کوم چې په لسو ورځو کې دلته امنيتي وضعيت کې ښه والى راشي.))

قوماندان له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.

د يادونې ده، منظور خان ستانکزي له دې مخکې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو ٢٢٢ قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.