ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفير: طالبان د قطر د مذاکراتو په اړه ناوړه تبليغات کوي

د امريکا سفير: طالبان د قطر د مذاکراتو په اړه ناوړه تبليغات کوي

author avatar
26 Mar 2019 - 14:55
د امريکا سفير: طالبان د قطر د مذاکراتو په اړه ناوړه تبليغات کوي
author avatar
26 Mar 2019 - 14:55

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٨): په کابل کې د امريکا سفير جان باس وايي چې طالبان په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه ناوړه تبليغات کوي او په ډاګه یې کړه چې د هغوى ټولې خبرې د باور وړ نه وي.

باس دغه څرګندونې د وري په ٦مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه په دې ناسته کې د قطر د روانو مذاکراتو، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو او نورو موضوعاتو په اړه رڼا واچوله.

د امريکا سفير وويل چې د دوى موخه د افغان شخړې هوارى دى او کومې قربانۍ او لاسته راوړنې چې په تېرو ١٨ کلونو کې وې، هغه وساتل شي.

نوموړي د سولې د روانو هڅو په تړاو د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د هغه په څېر يو تجربه لرونکى ديپلوماټ دا شخړه هوارولى شي.

د امريکا سفیر په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه د طالبانو او خليلزاد له خوا د بېلابېلو معلوماتو ورکولو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبان د دې خبرو په اړه ناوړه تبليغات کوي.

هغه زياته کړه: ((طالبان دا ډول څرګندونې د دې لپاره کوي چې د جګړې په ميدان کې خپلې ناکامۍ او مرګ ژوبله پټه کړي.))

د امريکا سفير له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د وژلو پر ځاى دې له افغانانو سره کېني او د شخړې د هواري لپاره خبرې وکړي.

خو جان باس د افغان ځواکونو ستاينه وکړه چې د طالبانو بريدونه يې پر شاتمبولي، په ځانګړې توګه د کندوز ښار د بيا سقوط د مخنیوي.

نوموړي په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه وويل چې امريکا هېڅکله د افغانانو په استازيتوب له طالبانو سره خبرې نه کوي، افغانان دې خپله شخړه په خپله هواره کړي.

هغه زياته کړه چې امريکا له طالبانو سره يواځې پر هغو موضوعاتو خبرې کوي چې د دوى اړوند وي.

جان باس وويل: ((تر اوسه مو له طالبانو سره د موقت حکومت، اساسي قانون او د حکومت جوړولو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.