ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ډېری ښوونځي ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري

د بغلان ډېری ښوونځي ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري

author avatar
26 Mar 2019 - 12:08
د بغلان ډېری ښوونځي ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري
author avatar
26 Mar 2019 - 12:08

پلخمری (پژواک، ٦ وری ۹۸): د بغلان د پوهنې رياست چارواکي او زده کوونکي وايي چې د دغه ولایت سلګونه ښوونځي ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پلخمري ښار د ګوهرشاد بېګم لېسې د اووم ټولګي زده کوونکې هنګامې ولیزاده د وري په  ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى تر يوې زړې او شلېدلې خېمې لاندې زده کړې کوي.

هغې زياته کړه: ((د پوهنې په برخه کې ډېرې پيسې مصرف شوې، خو زموږ ولايت ته هېڅ کار نه دى شوى.))

په ورته وخت کې د کان لېسې زده کوونکې نازيه هم وايي چې په ټول پلخمري کې داسې لېسه نشته چې هر څه يې سم وي.

دې زياته کړه: ((موږ په يوه زړه خونه کې درس وايو، هره شېبه يې د غورځېدو امکان شته دى، زموږ دغه مشکلات بايد حل شي.))

يو شمېر نورو زده کوونکو هم ورته شکايتونه وکړل.

دغه راز د ښوونځيو د څار مسوول عبدالشکور هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر خېمو لاندې زده کړې کوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې په پلخمري ښار کې د حمزه، ګوهر شاد بېګم او ميهن لېسې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د پوهنې رييس سيد اسماعيل مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په بغلان کې د ٥٩٦ ښوونځيو له ډلې ٢١٤ يې ودانۍ نه لري، ٣٦٩ يې د څښاک اوبه نه لري او ٣٥٦ يې احاطې دېوالونه نه لري.

ده وويل چې يادې ستونزې يې له وزارت سره شريکې کړې او هغوی يې هم د حل لپاره ژمنې کړې دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.