ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزیر: که اصلاحات را منځ ته نشم کړای استعفا ورکوم

د مخابراتو وزیر: که اصلاحات را منځ ته نشم کړای استعفا ورکوم

author avatar
26 Mar 2019 - 19:30
د مخابراتو وزیر: که اصلاحات را منځ ته نشم کړای استعفا ورکوم
author avatar
26 Mar 2019 - 19:30

کابل (پژواک، ۶ وری ۹۸): د مخابراتو وزير وايي چې د ناثبت شوو سیم کارتونو له کارولو څخه د مخنیوي او د مخابراتي خدمتونو غوره والي لپاره هڅې روانې دي او که په دې چاره کې بریالی نه شو له خپلې دندې استعفا ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو، په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو ټیټ کیفیت او انټرنیټ له لوړو بېو څخه د شکایت ترڅنګ د ((اتر چېرته ده؟)) په نوم کمپاین په لار اچولی دی.

اترا اداره په هېواد کې مخابراتي خدمتونه تنظیموي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر شهزاد اریوبي نن له رسنیو سره د دې کمپاین په اړه وویل چې د ګډونوالو شکایتونه له مخابراتي شرکتونو سره شریک شوي دي او ټولو شرکتونو ته وخت ورکړل شوی څو اصلاحات رامنځ ته کړي.

د مخابراتو وزیر زیاته کړه: (( له دې وروسته په هېڅ ډول مراعات نشته او له هېڅ شرکت سره مراعات نه کېږي که مې دا کارونه عملي نکړل، د وزارت له پوست څخه استعفا ورکوم.))

هغه وویل چې د ناثبت شوو سیمکارتونو راجسترپیل شوی  او د رسمي مکتوبونو له لارې په ولایتونو کې له ټولو چارواکو غوښتل شوي څو یادشوي سیمکارتونه راټول او د سرغړونکو شرکتونو نمایندگۍ وتړئ.

د هغه په وینا، ناثبت شوو سیمکارتونو امنیتي ستونزې راټوکولي دي، د کورنیو چارو او د مخابراتو وزارتونه هوکړې ته رسېدلي څو له هغوو کسانو سره چې دا ډول غیرقانوني سیمکارتونه پلوري، قانوني چلند وکړي.

اریوبي یادونه وکړه چې د کړنلارې له مخې؛ په لومړي پړاو کې سرغړونکو شرکتونو ته لارښوونه کېږي د سرغړونې تکرار په صورت کې جریمه کېږي او په پای کې د فعالیتونو جوازونه يې لغوه کېږي.

نوموړي په هغه غونډه کې چې د دې وزارت د کلنې راپور ورکولو په موخه کابل کې جوړه شوې وه وویل چې د مګړۍ د هېواد په کچه ۳۳ میلیونه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري او د مخابراتو په برخه کې درې میلیارډه ډالر پانګونه شوې ده.

اریوبي وویل چې دمګړۍ د هېواد ۸۹ سلنه خاوره د مخابراتي شرکتونو خدمتونو تر پوښښ لاندې ده او پاتې ۱۱ سلنه برخه هم د کلیو لپاره د مخابراتي شبکې پروژې له لارې (وي سي اين) د ۱۵۰۰ انتونونو او مخابراتي دستګاوو په لګولو سره، د دې خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي.

د هغه په خبره په هېواد کې څه باندې ۹ میلیونه کسان انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی لري چې اته میلیونه یې په ښارونو او پاتې نور د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې اووه مخابراتي شرکتونه ( افغان بېسیم، روشن، اتصالات، ام ټي اين، افغان تیلي کام، سلام او وصل تيلي کام) مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.