ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات بريالي ارزولي دي

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات بريالي ارزولي دي

author avatar
26 Mar 2019 - 18:19
د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات بريالي ارزولي دي
author avatar
26 Mar 2019 - 18:19

کابل(پژواک، ٦ ورى ٩٨): د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات بريالي ارزولي او ټاکل شوې په دې برخه کې د حکومت د کړنو لپاره څه باندې شپږ میلیونه ډالره تشویقي پیسې د افغانستان حکومت ته ورکړي.

د افغانستان د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد همایون قیومي تېره ورځ له خپلو اړوندو همکارانو سره عربي متحده اماراتو ته د سفر پر مهال د پیسو نړیوال صندوق له تخنیکي ډلې سره وکتل.

سرچينه ليکي چې قيومي له يادې تخنيکي ډلې سره د پیسو نړیوال صندوق له لوري د اعتباري اسانتیاوو د تمدید پروګرام تر عنوان لاندې د پنځم پړاو ارزونې د بشپړولو په اړه بحث وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکتور اصلاح او مدیریت، د داخلي ناخالصو تولیداتو د ودې، د لوی اقتصاد اغېزمن مدیریت او په ستونزمن حالت کې د پرمختګونو تر لاسه کولو، د صنعتي سکتور د کړنو په برخو کې د افغانستان د حکومت شاخصونه مثبت و ارزول او ستاینه يې وکړه .  

د سرچينې د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده د پیسو نړیوال صندوق پلاوی د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د خپلې ارزونې راپور د دغه صندوق له اجرايیوي بورډ سره شریک کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې یاد صندوق به د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان حکومت د کړنو لپاره له شپږ میلیونه څخه زیات امریکایې ډالره تشویقي پیسې د افغانستان حکومت ته ورکړي.

د ماليې وزارت د معلومات له مخې، د افغانستان حکومت د يادو پيسو په ورکولو سره به حکومت ته د دغه صندوق له لوري د تشویقي پیسو مجموعه ۲۷ میلیونه ډالرو ته ورسيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.