د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچینې: طالبان په فاریاب کې د نږدې ۴۰ زره کورنیو د برېښنا لګښت اخلي

سرچینې: طالبان په فاریاب کې د نږدې ۴۰ زره کورنیو د برېښنا لګښت اخلي

Mar 26, 2019 - 18:53

میمنه (پژواک، ۶ وری ۹۸): د فاریاب سیمه ییز مسوولین ادعا کوي چې طالبان د شاوخوا  ۴۰ زرو کورنیو برېښنا لګښت له ترلاسه کولو سربېره هڅه کوي چې د ګواښ له لارې د دولت تر ولکې لاندې سیمو د برېښنا ګډونوالو لګښت هم تر لاسه کړي.

د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې د برېښنا شرکت مشر غلام سخي وکیل زاده، پژواک خبري اژانس ته وویل  چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا نږدې ۲۲ زره ګډونوال شتون لري؛ خو د څه باندې ۹۵۰۰ کورنیو د برېښنا لګښت د طالبانو له لوري اخیستل کېږي.

هغه ادعا وکړه چې طالبانو څه موده وړاندې د ګواښ له لارې له برېښنا شرکت څخه غوښتنه وکړه څو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د برېښنا لګښت  هغوی ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه دا چې برېښنا له نورو هېوادونو واردېږي او برېښنا شرکت د اضافي لګښت د ورکولو توان نه لري، د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یې له طالبانو غوښتنه وکړه چې له دا ډول فشارونو څخه لاس واخلي.

 د هغه په خبره، له منځګړیتوب وروسته طالبانو ومنله چې له خپلې ولکې لاندې سیمو به د برېښنا لګښت په اخیستو بسنه کوي.

وکیل زاده زیاته کړه چې دا مهال د قرمقول او قرغان ولسوالۍ څه باندې ۹۰ سلنه او د اندخوی ۱۷ کلیو د برېښنا لګښت چې په اوسط ډول نږدې ۳ میلیونوافغانیو ته رسېږي د طالبانو جیب ته لوېږي.

هغه زیاته کړه چې طالبان د مېتر لوستلو له هرې دورې وروسته بېلونه چاپوي او د خپلې ولکې سیمو له اوسېدونکو د برېښنا لګښت ترلاسه کوي.

خو د فاریاب  د اندخوی څلورو ولسوالیو د مدني بنسټ شبکې مسوول زلمي عزیزي وویل چې په هره دوره کې د برېښنا شرکت رسمي بېلونه طالبانو ته ورکول کېږي او دا ډله د یادو بېلونو پر بنسټ د برېښنا لګښت ترلاسه کوي.

 په ورته مهال، په فاریاب کې د برېښنا شرکت مشر انجنیر سید عبدالحمید پژواک ته وویل چې په دولت اباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او د پښتونکوټ ولسوالۍ په ځینو برخو کې د برېښنا له شاوخوا ۶۰ زرو ګډونوالو څخه، د ۲۸ زرو برېښنا ګډونوالو د برېښنا لګښت طالبان راټولوي.

نوموړي وویل چې په یادو ولسواليو کې  د مېترلوستلو په هره دوره کې، د اټکل له مخې نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ د طالبانو جیب کې لوېږي.

د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر دې وړاندې طالبانو د اندخوی په قرغان او قرمقول ولسوالیو کې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د برېښنا لګښت ترلاسه کاوه؛ خو طالبان د برېښنا شرکت کارکونکو، د کلیو مشرانو او دولتي کارمندانو په ګواښلو سره غواړي چې د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو د برېښنا لګښت هم واخلي.

هغه زیاته کړه چې دمګړۍ په یادو درې ولسوالیو کې د برېښنا څه باندې ۱۰ زرو ګډونوالو د برېښنا لګښت د طالبانو جیب ته لوېږي؛ خو یادې ډلې په دې وروستیو کې د برېښنا رییس د وژلو ګواښ کړی او ویلي یې دي که  د برېښنا ټول لګښت هغوی ته ور نه کړل شي و به وژل شي.

 په ورته مهال، د اندخوی د څلورو ولسوالیو د مدني ټولنې بنسټونو د شبکې مسوول زلمي عزیزي د طالبانو له لوري د برېښنا لګښت راغونډولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل که دا وضعیت دوام ومومي او برېښنا شرکت له ترکمنستان څخه زیات پوروړی شي، ښايي وارداتي برېښنا پرې شي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د کړکیج له رامنځ ته کېدو او د ترکمنستان له لوري د برېښنا له پرې کېدو وړاندې باید یو حل لار ومومي او طالبان هم باید له ټولګټو پروژو سره کار  و نه لري څو خلک زیانمن نه شي.

په فاریاب کې د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له میمنې ښار سربېره د دې ولایت د ۸ ولسوالیو اوسېدونکي د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي چې اندخوی، قرمقول، قرغان او خانچارباغ ولسوالۍ جلا ریاست لري او دولت اباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش ، پښتونکوټ او میمنې ښار بل مستقل ریاست لري.

 په ورته مهال کابل کې د برېښنا عمومي ریاست پژواک ته وویل چې اوس مهال په دې اړه څه نه شي ویلی.

پژواک خبري اژانس د پرله پسې هڅو سربېره بیا هم و نه توانید چې په دې اړه د طالبانو ډلې نظر ترلاسه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement