د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې ځیني روږدي: حکومت دې زموږ د درملنې لپاره زمینه برابره کړي

غزني کې ځیني روږدي: حکومت دې زموږ د درملنې لپاره زمینه برابره کړي

Mar 26, 2019 - 16:30

غزني ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٨): په غزني کې پر نشه يي توکو روږدي کسان وايي، غواړي چې درملنه يې وشي خو اړوند ارګانونه يې د درملنې لپاره زمينه نه برابروي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد اکرم د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې نشه يې توکو ته مخه کړې ده.

هغه وايي چې ده او ځينو نورو ملګرو يې څو ځلې روغتون ته مراجعه وکړه څو درملنه يې وشي، خو هلته يې څوک نه قبلوي.

ده زياته کړه: ((که څه هم چې زموږ نور ملګري ورغلي وو، هلته يې نږدې دوه مياشتې تېرې کړې او درملنه يې هم نه ده شوې، خو بيا موږ غواړو چې ورشو څو که درملنه مو وشي.))

دغه راز بل په نشه يي توکو اخته کس واحد پژواک ته وويل چې له دغه ژونده نور ستړى شوى او غواړي چې درملنه يې وشي.

ده وويل: ((که څوک مې روغتون ته بوځي، اماده يم چې درملنه مې وشي خو څوک مې نه بيايي او خپله چې ورځم څوک مې نه قبلوي.))

همدارنګه ٤٠ کلنې خاطرې پژواک ته وويل: ((قسمت و، په نشه يي توکو اخته شوم، خو اوس مې وجدان نه قبلوي چې تر پله لاندې له نورو پوډريانو سره کېنم، بايد درملنه مې وشي.))

يو شمېر نورو پر نشه يي توکو اخته کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى درملنه وکړي.

بل لور ته د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې روږدي کسان دوى ته هر ډول ستونزې پيدا کولاى شي.

په دې اړه د غزني ښار د پس حصار سيمې اوسېدونکي صالح محمد پژواک ته وويل چې پر نشه يي توکو اخته کسان د دوى کور ته څېرمه تر پله لاندې نشه يې توکي کاروي.

هغه وايي: ((دوى هلته کېني نشې کوي، زموږ ماشومان ورته ګوري، يوه ورځ دا زموږ ماشومان هم په دې بلا اخته کېږي.))

نوموړي دا هم وويل چې پر نشه يي توکو اخته کسان له کورونو غلاوې کوي او د څو روپيو په بدل کې خلک پر چړو هم وهي.

د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته اندېښنې شريکې کړې.

په دې اړه د غزني د عامي روغتيا رييس ډاکټر ظاهرشاه نيکمل پژواک ته وويل چې دوی د خپلو امکاناتو پر اساس پر نشه يي توکو د اخته کسانو درملنه کوي.

ده وويل: ((موږ د پنځوسو کسانو د درملنې امکانات لرو، خو هره ورځ ډېر کسان د درملنې لپاره مراجعه کوي، نو موږ کوښښ کوو چې په وار وار د ټولو درملنه وشي.))

نېکمل زياته کړه چې په دغه ولايت پر نشه يي توکو د اخته کسانو د ډېروالي په اړه يې وزارت ته هم خبر ورکړى څو هغوی د دغه کسانو د درملنې په اړه پرېکړه وکړي.

د يادونې ده، په ټول هېواد کې شاوخوا درې ميليونه کسان پر نشه يي توکو اخته دي چې ډېرى يې له ايران هېواده راستانه شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement