د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له ګاونډیانو سره د اوبو د حقابې څرنګوالى به د پنځه کلن پلان په پلي کېدو مشخص شي"

"له ګاونډیانو سره د اوبو د حقابې څرنګوالى به د پنځه کلن پلان په پلي کېدو مشخص شي"

Mar 26, 2019 - 17:00

کابل (پژواک، ٦ وری ۹۸): د اوبو د مديريت د پنځه کلن پلان په پلي کېدو سره به له اوبو د سمې ګټې اخيستنې فرصتونه برابر شي او د اوبو سياست او له ګاونډيو هېوادونو سره د حقابې څرنګوالى به مشخص شي.

دا څرګندونې د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي نن په کابل کې "اوبه د ټولو لپاره" تر شعار لاندې د اوبو نړيوالې ورځې (د مارچ ٢٢مې) په نمانځغونډه کې وکړې.

دى وايي چې د اوبو مديريت پنځه کلن پلان جوړ شوى چې سږ به پلى شي.

هغه وايي چې په دې برخه کې د سمون راوستو په موخه د اوبو پر قانون هم بيا کتنه شوې ده.

هغه زياتوي چې دغه قانون او پنځه کلن پلان به د اوبو د زېرمو د پراخوالي او له اوبو د سمې ګټې اخيستنې فرصتونه برابر او له ګاونډيو هېوادونو سره به د حقابې څرنګوالى او د اوبو سياست مشخص کړي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دا مهال په هرات کې د پاشدان، کابل کې د شاه توت او کونړ کې د ماڼوګي او ځينو نورو بندونو د جوړولو او بيارغولو چارې روانې دي.

خُلمي زياته کړه چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو د لسو بندونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او د پنځو نورو د جوړېدو چارې روانې دي.

ده په هرات کې د سلما له بند پرته چې جوړ شوى، د نورو هغو بندونو نومونه ياد نه کړل چې په وينا يې جوړ شوي او يا يې چارې روانې دي.

د ده په وينا، په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو ۶۵۲ تاسيسات اصلاح او بيارغول شوي چې له مخې يې د نږدې سل زره هکتاره ځمکې د خړوبولو زمينه مساعده شوې ده.

هغه وويل چې په افغانستان کې تېر کال تر ځمکو لاندې اوبه په ډېرو سيمو کې شاوخوا ۳۳ متره ټيټې شوې وې، خو د ورښتونو په پايله کې اوس د اوبو کچه يو څه لوړه شوې ده.

ده ونه ويل چې اوس د اوبو کچه څومره لوړه شوې، خو زياته يې کړه چې لا هم تر يوه بريده د اوبو د کموالي ستونزه شتون لري.

په نننيو مراسمو کې د ښار جوړونې، کرنې او مالدارۍ، کليو د پراختيا وزارتونو او د چاپېريال ساتنې ملي ادارې استازو هم ګډون درلود او ويې ويل چې د اوبو او برېښنا وزارت سره د هېواد د اوبو د سم مديريت په برخه کې همکاري کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement