ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د بغلان ولایتي شورا  پخوانی مرستیال ونیول شو

په کابل کې د بغلان ولایتي شورا پخوانی مرستیال ونیول شو

author avatar
26 Mar 2019 - 13:43
په کابل کې د بغلان ولایتي شورا  پخوانی مرستیال ونیول شو
author avatar
26 Mar 2019 - 13:43

 

کابل (پژواک، ۶ وری ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بغلان ولایتي شورا پخوانی مرستیال چې نامسوول وسله وال او زورواکی دی، د دغه وزارت د منسوبینو له لوري نیول شوی دی.

د کورنیوچارو وزارت د ویندوی دفتر سرپرست نصرت رحیمي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: ((محبوب الله غفاري نامسوول او زورواکی چې د وژنې په یوه قضیه کې هم تورن دی، تېره ورځ د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له لوري ونیول شو.))

نوموړي زیاته کړه چې یاد شکمن کس د څارنوالۍ د قرار له مخې د پولیسو تر تعقیب لاندې و او تر دې وړاندې يې د پولیسو له لوري د څو استول شوو جلبونو پر وړاندې بې اعتنايي کړې وه چې په پایله کې ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت په ابلاغیه کې راغلي د افغانستان پتمن ولس د امنیت خوندیتوب په موخه، په جدي او څرګند ډول اعلانېږي چې نامسووله وسله وال، قانون نه منونکي او زورواکي له دې وروسته په هېڅ ولایت کې تګ راتګ نه شي کولی.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۲۲ نوملړ د خپرېدو تر څنګ د لوړې کچې لسګونه مجرمین چې د پولیسو تر تعقیب لاندې دي او هر هغه څوک چې له جنایتکارانو د دفاع په موخه خلک تحریک کړي او یا یې کوي، پېژندل شوي قانوني چلند به ورسره وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.