ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې یو شرکت د قرارداد پر ختمېدو سربېره هم له کانونو پیسې ټولوي

لغمان کې یو شرکت د قرارداد پر ختمېدو سربېره هم له کانونو پیسې ټولوي

author avatar
27 Mar 2019 - 09:22
لغمان کې یو شرکت د قرارداد پر ختمېدو سربېره هم له کانونو پیسې ټولوي
author avatar
27 Mar 2019 - 09:22

جلال اباد (پژواک، ٧ وری ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې په لغمان ولايت کې يو قراردادي شرکت، سره له دې چې د ۱۳۹۶ کال په دويمه مياشت کې يې قرارداد پای ته رسېدلی، خو لا هم د شګو او تيږو له معدنونو څخه پيسې ترلاسه کوي.

د سپين غر تالک په نوم دغه شرکت د ۱۳۹۲ لمريز کال د لړم په ۱۵مه نېټه د کانونو او پټروليم له وزارت سره د درېيو کلونو لپاره د دوه ميليونه او ۱۵۵زره افغانيو په ارزښت قرارداد کړی چې له مخې يې ياد شرکت کولی شول د لغمان د مرکز مهترلام اړوند سيمو ريګي پول، تيرګړيو پول او کريم نهر سيمو څخه شګې، تيږې او جغل ولېږدوي.

که څه هم د قرارداد د پای نېټه د ۱۳۹۵ کال د لړم مياشتې ۱۵مه وه، خو د شپږو مياشتو لپاره بيا تمديد شوی او وروستۍ نېټه يې د ۱۳۹۶ د غويي مياشتې ۱۶مه ده، خو تر هغې وروسته تر اوسه د قرارداد له تمديد پرته دغه شرکت له شګو وړونکو موټرو ناقانونه پيسې ټولوي.

د معلوماتو له مخې، ياد شرکت په منځني ډول هره ورځ له نږدې ۱۵۰ لاريو له ۸۰ افغانيو نيولې تر ۱۵۰ افغانيو اخلي.

پژواک ته د رسېدلو اسنادو له مخې، له هر شش پای موټر څخه ۱۵۰، هېنو موټر څخه ۱۰۰ او مازدا موټرو څخه ۸۰ افغانۍ اخيستل کېږي. د پيسو دغه اندازه له اصلي قرارداد سره هم په ټکر کې دي.

په لغمان کې د کانونو امريت د اطلاعاتو له مخې، قراردادي شرکت له هر شش پای ډوله موټره د ۱۰۰، هېنو موټر څخه ۸۰ او له مازدا موټره د ۵۰ افغانيو اخيستو قانوني حق لري.

په دغو اسنادو کې ښکاري چې شرکت د ۱۳۹۷ کال د وروستۍ مياشتې تر ۲۶مې نېټې پيسې اخيستې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

پژواک ته په لاس ورغلو اسنادو کې د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په ۱۴مه نېټه د لغمان د کانونو امريت، په داسې حال کې چې قرارداد کول او تمديد يې د وزارت کار دی، د دغه ولايت مقام ته يو مکتوب لېږلی چې په کې يادونه شوې چې د سپين غر تالک شرکت قرارداد پای ته رسېدلی او ياد شرکت يې د تمديد غوښتنه کوي، په ځواب کې يې د ولايت مرستيال شهزاده مظلوميار د قانوني اجرااتو لارښوونه کړې ده.

خو له کوم تمديد پرته دغه شرکت تر اوسه له کانونو پيسې راټولوي.

دغه راز له يادو موټرو د سيمې اوسېدونکي او په سيمه کې مېشت سيمه ييز پوليس هم پر خپل سر پيسې اخلي. پژواک د سيمې د اوسېدونکو له لوري د پيسو اخيستو ويډيو ترلاسه کړې، هڅه يې کړې د پوليسو په اړه هم ويډيو او يا نور اسناد ترلاسه کړي، خو پر دې چاره بريالی نه شو.

د لارۍ چلوونکو شکايتونه

په لغمان کې د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، د شګو، جغل او تيږو د انتقال پر مهال ترې قراردادي شرکت، د سيمې خلک او سيمه ييز پوليس په خپله خوښه پيسې اخلي.

دوی وايي، قراردادي شرکت د اصولو خلاف، د سيمې خلک پرته له کوم قرارداد او قانون او پوليس هم په همدې ډول ترې په هر ځل بار وړلو کې کليوال خلک ۳۰ کلدارې او نور تر ۱۵۰ افغانيو پورې اخلي.

په لغمان کې د بار وړونکو موټرو اتحاديې يوه غړي مامور محمد اصف پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ د دوو سوو په شاوخوا کې لارۍ د شګو او تيږو له درېيو کانونو ساختماني توکي انتقالوي.

دی وايي، له دغو لاريو د معدن له امريت سره د قراردادي شرکت له هر مازدا ډوله موټره ۸۰، له هينو موټره سل او له شش پای موټره ۱۵۰ افغانۍ اخلي.

نوموړی دا هم وويل، د شګو او تيږو د انتقال پر مهال ترې د سيمې خلک هم د لارۍ پر سر ۳۰ او سيمه ييز پوليس ۱۰۰ کلدارې اخلي.

حبيب الرحمن چې په خپل هېنو ډوله موټر کې له دغو کانونو شګې او تېږي انتقالوي، وايي، هر ځل بار وړلو کې ترې ۸۰ افغانۍ قراردادي شرکت، ۳۰ کلدارې کليوال او ۱۰۰ کلدارې سيمه ييز پوليس اخلي.

د شش پای موټر چلوونکی حامد هم ورته شکايت لري او وايي، د ورځې لږ تر لږه درې ځلې له دغه ځايه ساختماني مواد وړي چې هر ځل ترې قراردادي شرکت ۱۵۰ افغانۍ او کليوال او پوليس ترې هم خپله برخه پيسې اخلي.

ولايتي شورا او خلک

د لغمان د ولايتي شورا غړي هم مني چې په دغه ولايت کې د شګو او تيږو له کانونو ناقانونه پيسې ټولېږي.

د شورا غړي محمد ظاهر حسين خېل پژواک ته وويل، موټر چلوونکو ورسره څو ځلې دا ستونزه شريکه کړې چې دوی هماغه وخت د کانونو له امريت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې، خو څه اقدام نه دی شوی.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دې خاطر چې کانونه د دوی په سيمه کې دي؛ نو ځکه د ټولو کليوالو د پرېکړې له مخې له هرې لارۍ ۳۰ کلدارې اخيستل کېږي او بيا د اړوندو سيمو پر خلکو وېشل کېږي.

د سيمې يو اوسېدونکی دسته ګل وايي، دوی دا پيسې له حکومت سره د کوم قرارداد له مخې نه، بلکې د خپلمنځۍ تړې له درکه ترلاسه کوي.

قراردادي شرکت

د سپين غر تالک په نوم د قراردادي شرکت مسوول پوهان هم مني چې قرارداد يې درې کلن و، خو نه ردوي چې اوس هم دوی له دغو کانونو عوايد ترلاسه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دوی له هر شش پای څخه سل، هېنو موټر څخه ۸۰ او مازدا موټر څخه ۷۰ افغانۍ اخلي، خو د همدغه شرکت په نوم د ورکړل شوو پارچو پر بنسټ له هر شش پای موټر ۱۵۰، هېنو موټر څخه ۱۰۰ او مازدا موټر څخه ۸۰ افغانۍ اخيستل کېږي.

ځايي چارواکي

د لغمان د کانونو امر انجنير نجيب الله عطايي پژواک ته وويل، پنځه کاله وړاندې له سپين غر تالک شرکت سره له درېيو کانونو د شګو، جغل او تيږو د را ايستو او خرڅلاو قرارداد شوی چې موده يې پای ته رسېدلې ده.

دی وايي، دغه شرکت اوس هم هره ورځ په اوسط ډول له ۱۵۰ لاريو پيسې ټولوي.

د معدن امر وايي، قرارداد د ۱۳۹۷ د ۱۱ تر ۲۵ پورې دوام کړی. ولايت مقام د دوی د وړاندېز له مخې ورته امر کړی چې د طرز العمل له مخې عمل وکړئ، د طرز العمل له مخې بايد قراردادي هر کال ۲ ميليونه ۱۵۵زره افغانۍ ورکړي چې دا يې تر دغې نېټې ورکړي دي.

بلخوا د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او يادونه يې وکړه چې په تړاو يې معلومات د کانونو وزارت له ويب پاڼې ترلاسه کولی شئ. په دې وېبپاڼه کې يواځې د قرارداد کاپي پرته ده، هغه قرارداد چې موده يې د ۱۳۹۶ کال د غويي په ۱۶مه پای ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې د لغمان ولايتي اداره، که څه هم په دې برخه کې د کوم اقدام يادونه نه کوي، خو وايي، د هر ډول ناقانونه کړنې پر وړاندې جدي دي او که هر څوک ورته د چا په اړه له ثبوت سره شکايت وکړي، په اړه به يې اجراات وکړي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، تر اوسه ورته د شګو او تيږو د دغو کانونو په اړه د ناقانونه پيسو اخيستو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د کانونو امريت ته لارښوونه شوې چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د يادولو ده، لغمان پر دغو درېيو کانونو سربېره د شګو او تيږو څو نور بډاى معدنونه لري چې اوسمهال ترې د څو نور شرکتونو له لوري شګه او تيږه وړل کېږي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.