کندهار (پژواک، ۷ وری ۹۸): سږ کال د کندهار باغونو له ۱۵۰زره ټنه ډېر د انارو حاصلات ورکړي چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که څه هم سږ کال وچکالي وه خو د نورو کلونو په پرتله د انارو حاصلات او صادرات دواړه زیات وو چې د تېر په پرتله څو برابره زیاتوالی ښیي.
هغه زیاته کړه، د کندهار باغونو تر ۱۵۰زره ټنه ډېر د انارو حاصل ورکړی چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱ زره ټنه یې پاکستان، هندوستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
ده وويل،د پاتې انارو يوه اندازه نورو ولايتونو او يا هم بهر ته له راجستر پرته صادر شوي دي.
د ده په خبره، د انارو ډېره برخه پاکستان او لږه برخه یې هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
نوموړی بهر ته د انارو دصادراتو په برخه کې د منظمو لارو پر نشتوالي اندېښنه ښيي.
بينا وايي، که څه هم په دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو تړونونه لاسلیک شوي او دا په اقتصادي برخه کې د افغانستان لپاره لوی پرمختګ دی خو دا باید چټک او ګړندي شي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې اوسمهال د تازه مېوې د صادراتو په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان ده، که دغه لاره بندېږي نو دوی هیڅ بله متبادله لاره نه لري.
خو هغه د لاجورد لارې ته هیله مندي وښوده چې د مېوې د صادراتو په برخه کې ګټوره تمامېدای شي.
ده زیاته کړه، که پر دغه لار اسانتیاوې ډېرې شي، نو د کندهار مېوه نه یوازې د منځنۍ اسیا تر هېوادونو رسېږي، بلکې ترکیې او له دې لارې اروپايي هېوادونو ته رسېږي.
د ده په خبره، د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار مېوه د خپل طبیعي خوند او رنګ له کبله په ټوله نړۍ کې غوښتونکي لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن