ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مياخېل: ولس ته حساب ورکول د ښې حکومتولۍ برخه ده

مياخېل: ولس ته حساب ورکول د ښې حکومتولۍ برخه ده

author avatar
27 Mar 2019 - 14:43
مياخېل: ولس ته حساب ورکول د ښې حکومتولۍ برخه ده
author avatar
27 Mar 2019 - 14:43

جلال اباد (پژواک، ٧ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره يې ولس ته د  اداراتو د حساب ورکونې لړۍ پيل کړې چې په چارو کې د روڼتيا رامنځته کولو ته هم زمينه برابرولی شي.

شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د وري په ۶مه جلال اباد ښار کې د دغه ولايت د کليو پراختيا، کرنې، روغتيا او پوهنې رياستونو د مسئولينو د حساب ورکوونې په غونډه کې وکړې.

مياخېل وايي، په چارو کې شفافيت هغه مهال رامنځته کېدلی شي چې د ادارو مسئولين خلکو ته د خپلو کارونو حساب ورکړي.

نوموړي زياته کړه، دا لړۍ په ننګرهار کې پيل شوې، تر دې وړاندې د ښاروالۍ او برېښنا رياست مسئولينو ولس ته د خپلو کارونو حساب ورکړی او نن يې څو نورو ادارې ولس ته د ځواب ورکولو لپاره حاضرې کړې دي.

د ننګرهار د کليو او پراختيا رييس مجيب الرحمن ضياء چې دغه پروګرام کې يې د خپلو يو کلونو پروګرامونو په تړاو معلومات ورکول وويل، تېر يوه کال کې يې د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې کړې دي.

د هغه په خبره، له دوو نا امنو ولسواليو حصارک او شېرزادو پرته پاتې شلو ولسواليو ته دغو پروژو کې ونډه ورکړل شوې او روان کال به ټولو ۲۲ ولسواليو ته ونډه ورکول کېږي.

خو د غونډې ګډونوالو نيوکه کوله چې په ننګرهار کې د پروژو د تطبيق برخه کې انډول ته پاملرنه نه کېږي او ډيرې پروژې د ښار په شاوخوا څو ولسواليو کې پلې کېږي.

دوی دغه راز د حساب ورکونې د دې ډول غونډو جوړېدل په چارو کې د شفافيت رامنځته کېدو لپاره ګټورې ګڼي خو وايي، چارواکي بايد خپلې ترسره کېدونکې ژمنې عملي کړي.

د شينوارو قومي مشر سيد حکيم حقيار وايي، ننګرهار کې تېرو اتلسو کلونو کې ترسره شوو ټولو پروژو کيفيت ته پاملرنه نه ده شوې او دغه راز په ولسواليو کې انډول هم نه ساتل کېږي.

دی وايي: ((نننۍ غونډه ډېره مهمه او ګټوره وه، د پروژو د تطبيق د چارو د شفافيت او نورو موضوعاتو لپاره ډېره ښه ده.))

دغه راز د خوږياڼو قومي مشر ملک ظهور خان په ولسواليو کې ترسره کېدونکې ټولې پروژې هغسې چې قرارداد يې شوی، نه ترسره کېږي؛ ځکه اړوندې ادارې يې نظارت نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.