د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

والي: غزني کې د امنیتي ځواکونو تشکیل پوره شوی

والي: غزني کې د امنیتي ځواکونو تشکیل پوره شوی

Mar 27, 2019 - 14:57

غزني ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ځواکونو تشکيل پوره شوى او اضافي سرتېري هم ورکړل شوي دي.

له دې مخکې د غزني امنيتي چارواکو ويلي وو چې د امنيتي ځواکونو د تشکيل د کموالي له امله په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي.

د غزني والي وحيدالله کليمزي د وري په ٧مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني له ژمنې سره سم د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو تشکيل پوره شوى دى.

هغه وايي: ((هم مو تشکيل پوره شوى او هم يې اضافي سرتېري راکړي څو هغه ځايونه بېرته ونيسو چې دا مهال له طالبانو سره دي.))

والي ژمنه وکړه چې د هوا په ګرمېدو سره به د غزني- پکتيکا او غزني- کندهار لويو لارو د امنيت ټینګولو په موخه عمليات ترسره کړي.

نوموړي دا هم وويل چې په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ځمکني او هوايي عملياتو کې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه لړۍ دوام لري.

د والي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې ډېرى يې پاکستاني او نور بهرني طالبان دي.

هغه زياتوي: ((دغه بریدونه به دوام ولري او نور به هم زیات شي او ټول هغه کسان به له منځه ولاړ شي چې سولې ته نه وايي او د دولت پر وړاندې جنګېږي.))

د کليمزي په وينا، د ښار کمربندي پوستې يې هم پياوړې کړې څو طالبان ونه شي کولاى د دويم ځل لپاره پر دغه ښار ډله ييز بريد وکړي.

خو د غزني ولايتي شورا غړى عصمت الله جامرادوال بيا وايي چې د ولسمشر د ژمنې خلاف تر اوسه د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ کار نه دى شوى.

هغه وايي: ((ولسمشر ژمنه کړې وه چې په يوه مياشت کې به غزني کې امنيت ښه شي، خو تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي.))

جامرادوال وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ډېرى وخت د وسله والو مخالفينو پر ځاى ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

بل لور ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د غزني په وروستيو هوايي او ځمکنيو بريدونو په دومره لوړه کچه طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا، په تېرو څلورو مياشتو کې په غزني کې ٣٠ طالبان وژل شوي خو ملکي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼ شمېر کورونه او دوکانونه ويجاړ شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement