ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

ننګرهار کې د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

author avatar
28 Mar 2019 - 14:51
ننګرهار کې د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
author avatar
28 Mar 2019 - 14:51

جلال اباد (پژواک، ۸ وری ۹۸): ننګرهار کې کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو چې په لومړۍ ورځ ورته له عامو خلکو سربېره حکومتي چارواکي هم ورغلي وو.

دغه نندارتون چې د وري په ۸مه پرانېستل شو، په سلو غرفو کې د ختيځ زون د بېلابېلو توليدي فابريکو او لاسي صنعت توليدات ايښودل شوي .

د ننګرهار سوداګر وايي، امنيت، د برېښنا نشتوالى او بازار ته نه لاسرسی يې د کارونو پر وړاندې ستر خنډونه دي او که دغه ستونزې يې حل شي؛ نو له بهرنيو توليداتو سره ښه سيالي کولی شي.

د ننګرهار د معادنواو صنايعو خونې رييس تورملنګ پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې ۳۰۰۰ لويې او وړې فابريکې شته چې په مستقيم ډول يې ۲۰زره او غير مستقيم ډول يې تر سل زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

د نوموړي په وينا، د همدغو فابريکو توليدات يې نن په ياد نندارتون کې په سلو غرفو کې د بازار موندنې په موخه ايښي او ډاډ يې ورکړ چې که حکومت د بهرنيو توليداتو مخه ونيسي او يا پرې ماليه لوړه کړي؛ نو دوی يې د مخنيوي په برخه کې ښه مبارزه کولی شي.

د ننګرهار د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار د معلوماتو له مخې، دغه ولايت کې درې صنعتي پارکونه موجود دي چې يوه کې يې فابريکې فعالې او دوه نور يې د برېښنا او امنيت نه شتون له امله تر اوسه نه دي فعاله شوې.

هغه وويل چې د شيخ مصري په نوم صنعتي ښارګوټي کې فعالې فابريکې هم د امنيت او برېښنا له ستونزو سره مخ دي او دغه راز يې ننګرهار کې د هوايي ډګر او ريل پټلۍ نه شتوالی هم د کورنيو توليداتو او سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه وبلل.

ده زياته کړه: ((زموږ د فابريکو د توليداتو پر وړاندې غټه ستونزه دا ده کله چې زموږ صنعتکاران توليد وکړي، ګاونډي هېوادونه د خپلو توليداتو بيه ټيټه کړي او دوی ته ماتې ورکړي؛ نو که حکومت په بهرنيو توليداتو ماليه لوړه او کورنيو توليداتو يې ټيټه کړي، کورني توليدات ورسره پرمختګ کولی شي.))

د افغانستان د صنايعو خونې استازي عبدالرحيم فيضان چې دغه نندارتون ته راغلی و  وويل، فابريکو ته د ځمکې د ورکړې ستونزې د حل لپاره کار پيل شوی او هره ورځ ګڼ شمېر فابريکو ته په ټول هېواد کې ځمکې ورکول کېږي.

خو هغه د ماليې لوړوالی، برېښنا او امنيت نه شتون د سوداګرۍ او صنعت د پراختيا پر وړاندې لوی خنډونه يادوي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ډاډ ورکړ چې روان کال به د دغه ولايت د صنعتي ښارګوټو د برېښنا د ستونزې حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.

په شيخ مصري کې د لمريزې برېښنا د پروژې فعاليت او ننګرهار ته د ۳۰۰ ميګاواټه وارداتي برېښنا راتګ د ننګرهار والي هغه څه يادوي چې په خبره يې ټولې ستونزې ورسره حلېدلی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.