ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Mar 2019 - 11:36
زابل کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Mar 2019 - 11:36

کلات (پژواک، ٨ ورى ٩٨) : د زابل ولايت د سيوري ولسوالۍ په مرکز کې د جګړې له امله پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وري په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه جګړه کې پنځه پوليس وژل شوي  او اووه نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړه، په دې جګړه کې دپوليسو يو شمېر وسايط هم زيانمن شوي، خو طالبانو ته  زيات تلفات  اوښتي او شا تګ ته اړ شوي دي .

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په شاوخوا کليو کې پټ شوي او پر ولسوالۍ د لويې بريد تابيا نيسي.

بلخوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال جګړه تاييدوي، خو وايي چې په دې جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل چې امنيه قوماندان ولسوالۍ ته رسېدلى او هلته اوس وضعيت سم دى.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د سيوري ولسوالۍ يې نيولې او ډېر ژر به په دې اړه نور جزئيات خپاره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.