ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې  ٤٠ ښځو د موټر چلولو لايسنسونه ترلاسه کړل

هلمند کې ٤٠ ښځو د موټر چلولو لايسنسونه ترلاسه کړل

author avatar
28 Mar 2019 - 16:02
هلمند کې  ٤٠ ښځو د موټر چلولو لايسنسونه ترلاسه کړل
author avatar
28 Mar 2019 - 16:02

لښکرګاه (پژواک، ۸ ورى ۹۸): هلمند کې د لومړي ځل لپاره ٤٠ ښځو له ترافيکي زده کړو وروسته د موټر چلولو لايسنسونه ترلاسه کړل.

دغه پرواګرم د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ پيل شوى و چې ١٥ ورځې يې دوام وکړ.

د دې پروګرام يوې ګډونوالې فاطمې د وري په اتمه د خپلې  فراغت غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٥ ورځو کې د ترافيکو قوانينو زده کړې ورکړل شوي او نن يې د موټر چلولو لايسنس هم ترلاسه کړ.

هغې زياته کړه: ((دا ډېره مهمه ده چې ښځې هم بايد موټر چلول له قوانينو سره سم زده کړي او لايسنس ورکړل شي، ځکه کله کور کې يو عاجل مريض پيدا کيږي او نارينه کور کې نه وي، نو ښځې مجبور دي چې بيا ناروغ تر روغتونه ورسوي.))

دغه راز د دې کورس يوې بلې زده کوونکې ګلالۍ پژواک ته وويل چې په تېرو دوه اوونيو کې د موټر چلولو ترڅنګ يې ترافيکي قوانين هم زده کړي دي.

هغې وويل: ((کورنۍ مې اجازه راکړه، موټر مې زده کړ اوس زه کولاى شم په ښار کې موټر وچلوم.))

په دې اړه د هلمند د ښځو چارو رييسې وجيهه رسولي وايي، دغه يو په زړه پورې پروګرام و چې د ښځو لپاره ترسره شو.

دې زياته کړه: ((که څه هم په لښکرګاه کې امنيتي وضعيت داسې نه دى چې ښځې موټر وچلوي خو بيا هم دا د ښځو حقوق دي چې بايد ورکړل شي.))

رسولي وايي چې دوى د ښځو لپاره ورته نور پروګرامونه هم په پام کې لري چې ډېر ژر به پلي شي.

د همدې موضوع په اړه د هلمند د ترافيکو مدير ميرزا خان روحاني پژواک ته وويل چې دغه پروګرام يې د ښځو چارو رياست په وړانديز پيل کړى و چې نن پاى ته ورسېد.

د روحاني په وينا، که نورې ښځې هم وغواړي، دوى حاضر دي چې ورته پروګرامونه  جوړ کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې په انفرادي ډول ٢٣ ښځو له دوى څخه د موټر چلولو لايسنسونه ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.