کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٨) : ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړې او اړونده امنيتي ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې چې ددغې پېښې کره څېړنه وکړي.
د راپورونو له مخې، د هلمند په ګرشک کې د تېرې ورځې په عملياتو کې تر لسو پورې ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېرى يې ښځې دي.
له ارګ څخه د وري په ٨مه، پژوک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند نهرسراج سيمه کې د ښځو په ګډون د يو شمېر ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
هغه اړوندو مسوولينو ته د يادې پېښې د دقيقې او هراړخيزې څېړنې او د قربانيانو کورنیو ته د بېړنۍ رسېدنې لارښوونه کړې ده.
ولسمشر د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټينګار سره يې ويلي چې ملکي تلفات د زغم او منلو وړ نه دي.
د يادونې ده، چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې د افغان او نړيوالو ځواکونو مشرانو سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال سپارښتنه کړې وه، چې د عملياتو پر يو نوي مېکانېزم کار وکړي، څو د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.
پردون د ملي امنيت د سلاکار حمدالله مُحب په مشرۍ د هېواد امنيتي سکتور You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن