ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: ملکي تلفات د منلو وړ نه دي

ولسمشر: ملکي تلفات د منلو وړ نه دي

author avatar
28 Mar 2019 - 11:51
ولسمشر: ملکي تلفات د منلو وړ نه دي
author avatar
28 Mar 2019 - 11:51

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٨) : ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړې  او اړونده امنيتي ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې چې ددغې پېښې کره څېړنه وکړي.

د راپورونو له مخې، د هلمند په ګرشک کې د تېرې ورځې په عملياتو کې تر لسو پورې ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېرى يې ښځې دي.

له ارګ څخه د وري په ٨مه، پژوک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند نهرسراج سيمه کې د ښځو په ګډون د يو شمېر ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه اړوندو مسوولينو ته د يادې پېښې د دقيقې او هراړخيزې څېړنې او د قربانيانو کورنیو ته د بېړنۍ رسېدنې لارښوونه کړې ده.

ولسمشر د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټينګار سره يې ويلي چې ملکي تلفات د زغم او منلو وړ نه دي.

د يادونې ده، چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې د افغان او نړيوالو ځواکونو مشرانو سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال سپارښتنه کړې وه، چې د عملياتو پر يو نوي مېکانېزم کار وکړي، څو د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.

پردون د ملي امنيت د سلاکار حمدالله مُحب په مشرۍ د هېواد  امنيتي سکتور You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.